د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، هغه وزارتونه چې د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي، فعالیتونهیې کمرنګه دي چې د حکومت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمتالله غفاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو، ژر تر ژره په وزارتونو کې د سرپرستانو مسئله پای ته ورسوي.
ښاغلي غفاري زیاته کړه:
"وکیلانو تل دا غږ پورته کړی دی چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې ژر تر ژره د هغو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي، مناسب کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي څو رأیه واخلي او د رسمي وزیرانو په توګه د خلکو خدمت وکړي."
ښاغلي غفاري زیاته کړه، ولسي جرګې څو ځلي له حکومته غوښتنه کړې چې دغه مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي خو د نوموړي په خبره تر دې دمه حکومت په دې برخه کې کوم اقدام نهدی کړی.
دا مسئله په داسې حال کې مطرح کېږې چې اوس مهال په افغانستان کې د کانونو او پټرولیم، د سرحدونو او قبایلو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د بهرنیو چارو، فوائد عامې، د کار او ټولنیزو چارو، ټرانسپورټ، پوهنې، د لوړو زدهکړو او د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې وزیران د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شول.
په ورته وخت کې د افغانستان اجرائیه ریاست هم وایي، هڅه کوي چې د سرپرستانو مسئله پای ته ورسوي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، د حکومت مشران کوښښ کوي چې د سرپرستانو پر ځای کاندید وزیران معرفي کړي.
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"د سرپرستۍ د لړۍ پای ته رسول په حکومت کې د یو مهم بحث په توګه مطرح دی، کوښښ کېږي چې ژر تر ژره وړ او تجربه لرونکي کسان یادو وزارتونو ته معرفي شي، څو د مسؤلو کسانو لهخوا د وزارتونو چارې مخته یوړل شي، کوښښ روان دی چې د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسېږي او دغه کسان معرفي شي."
په ورته وخت کې د سیاسې چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په وزارتونو کې د سرپرستانو مسئلې د نورو ستونزو تر څنګ د حکومت اعتبار ته هم زیان رسولی دی.
د سیاسې چارو شنونکي یونس فکور ازادي راډیو ته وویل، د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره د سرپرستۍ ستونزه موجود ده او که حکومت په دې برخه کې پر وخت عمل ونهکړي د نوموړي په خبره دغه مسئله به د دې لامل شي چې ولس تر ډېره پر حکومت خپل اعتبار وبایلي.
راپور: سباوون کاکړ