د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

سرچینه: سترې محکمې د وزیرانو په اړه د ولسي جرګې پرېکړه تائید کړه


د افغانستان سترې محکمې د کابینې د اووه تنو وزیرانو د سلب صلاحیت کولو په تړاو د ولسي جرګې پرېکړه تائید کړې ده.

په افغان حکومت کې یوه مؤثقه سرچینې د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته یاده موضوع مطرح کړې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي یوه غړي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې هغوی هم د سترې محکمې له لوري د ولسي جرګې د پرېکړې د تائید په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي وویل، سترې محکمې ویلي په دې اړه کوم خاص نظر نه‎لري او دغه مسئله‌يې د مقننه قوې له خاصو صلاحیتونونه بللې ده.

د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي
د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي

نوموړی وايي:

"موږ دا اورېدلي چې سترې محکمې ویلي چی په دې اړه کوم خاص نظر نه‌لري، استیضاح د ولسي جرګې حق دی، د تخنیکي پلوه هره موضوع هغوی پورې اړه لري او د بنسټونو د واکونو د وېش له پلوه استیضاح د ولسي جرګې حق دی او په دې اړه د اساسي قانون ۹۲ ماده د تفسیر وړ نه‌ده."

جمهوري ریاست څه باندې یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې له لوري د کابینې د اووه وزیرانو د سلب صلاحیت کولو موضوع سترې محکمې ته راجع کړه او اعلان‌یې وکړ چې تر وروستۍ پرېکړې پورې به سلب صلاحیت شوي وزیران خپل کار ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو، فواید عامې، کار او ټولنیزو چارو، ټرانسپورټ، پوهنې، مخدره موادو پر ضد د مبارزې او د لوړو زده‎کړو وزیران له ۷۰ سلنو څخه د پراختیایي بودجې د کم مصرف له کبله د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحیت شول.

که څه هم د وزیرانو استیضاح په اړه د سترې محکمې د پرېکړې ځنډېدل غبرګونونه راپارولي خو د سترې محکمې عمومي ادارې امر عبدالله عطایي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لاتر اوسه په دې اړه سترې محکمې کومه پرېکړه نه‎ده کړې.

له دې مخکې ولسي جرګې له حکومته غوښتي وو چې نور کسان د کاندید وزیرانو په توګه دې جرګې ته د باور رأيې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي.

هاخوا حقوقي کارپوهان وايي، که د کابینې د اووه تنو وزیرانو د سلب صلاحیت کولو په تړاو د ولسي جرګې پرېکړه د سترې محکمې له لوري تائید شوې وي د حقوقي اړخونو په پام کې نیولو سره شوې.

حقوقي کارپوه کبیر رنجبر
حقوقي کارپوه کبیر رنجبر

په دې اړه حقوقي کارپوه کبیر رنجبر وویل:

"زه فکر نه‌کوم چې کومه سیاسي پرېکړه شوې وي، که هغوی سیاسي پرېکړه کړې وي په هغه صورت کې خپل استقلال له لاسه ورکوي، زه په دې باور یم چې یوازې حقوقي اړخونه په پام کې نیول شوي او له مخې یې پرېکړه شوې ده."

ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې سترې محکمې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د تقابل د نه‌رامنځته کېدو په خاطر د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت کولو په موضوع کې د ولسي جرګې په ګټه پرېکړه کړې.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG