د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

غني: نه خپله او نه نورو ته انتخاباتو کې د لاسوهنې اجازه ورکوم


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې به نه پخپله لاسوهنه وکړي او نه به هم نورو ته د لاسوهنې اجازه ورکړي.

ښاغلي غني نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل:

"زه له همدغه ځایه د ملت له کور نه دا اعلان کوم چې نه پخپله په دې ملي پروسه کې د دخالت اراده لرم او نه به نورو ته اجازه ورکړم چې په دې برخه کې لاسوهنه وکړي."

ښاغلي غني همدارنګه وویل هغه کسان چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي هغوی به له قانون سره سم مجازات شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په چارو کې د سیاسي لاسوهنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي د دوی شواهد دا په ډاګه کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې سیاسي ګوندونه او د دولت یو شمېر غړي لاسوهنه کوي.

پخواني معلومات.

د افغانستان د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره به نن دوشنبه پیل شي.

د ولسي جرګې نائب منشي وايي، جرګه به په خپلې نوې کاري دوره کې د هغو وزارتونو لپاره د مناسبو کاندیدانو پر غوره کولو تمرکز وکړي چې وزیران‌یې سلب صلاحیت شوي او نوي کسان لا نه‎دي ورته ټاکل شوي.

دوی به همداراز د هغو وزارتونو لپاره چې سرپرست وزیران ورته ټاکل شوي، د نویو وزیرانو پر غوره کېدو بحثونو ته لومړیتوب ورکوي.

د ښاغلي عرفان په وینا، ولسي جرګه به له حکومته دې څوکیو ته د مناسبو کاندیدانو د ورپېژندلو غوښتنه وکړي.

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان پرون ازادي راډیو ته وویل، د کاري دورې له پیل سره سم به د جرګې د اداري پلاوي پر ټاکلو کار پیل کړي.

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې نائب منشي عرفان الله عرفان

عرفان‌الله عرفان زیاته کړه:

"موږ به لومړیو دوو ورځو کې د خپل اداري پلاوي پر ټاکلو لګیا شو. خو وروسته به لکه څرنګه چې موږ حکومت ته مکتوب استولی چې که پر تقنیني او نظارتي مسایلو کوم لومړیتوبونه په پام کې لري، موږ ته دې معلومات راکړي، پر هغو به غور وکړو. موږ به پر هغو کسانو چې د باور رأیې ته اړتیا لري، بحث او خبرې وکړو. موږ هیله لرو چې د وکیلانو له راتګ او د نوې ادارې د کار له پېل سره به د هغو ۷ وزیرانو او درېیو سرپرستانو په اړه خبرې پېل شي چې بې‌صلاحیته اعلان شوي دي. موږ جدي غوښتنه کوو چې د وکیلانو له راتګ او د هغوی د نوې کاري دورې له پیل او د وکیلانو له راتګ سره به ولسمشر د هغو کسانو لېستونه راواستوي چې د وزارتونو د مشرتابه لپاره‌يې معرفي کوي."

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان وویل چې ولسي جرګې په وروستیو میاشتو کې په مکرر ډول له حکومته غوښتنه کړې چې د هغو وزارتونو لپاره چې وزیران لا نه‎دي ورته ټاکل شوي، نوي او په شرایطو برابر کاندیدان ور معرفي کړي.

عرفان‌الله عرفان همداراز وویل چې راتلونکو دوو ورځو کې به د ولسي جرګې لومړی او دوهم مرستیالان، منشي او نائب منشي وټاکل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د غړو کاري دوره د سرطان په میاشت کې پای ته رسېدلې وه خو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو تر انتخاباتو يې د کار موده تمدید شوه.

دا ټاکنې د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله په خپل وخت ترسره نه‌شوې.

خو ښاغلي عرفان هيله څرګنده کړه چې نېږدې وخت کې به د ټاکنو نېټه اعلان شي.

د ولسي جرګې نائب منشي عرفان‌الله عرفان پرون ازادي راډیو ته وویل:

"دا کال چې زموږ مخکې دی، د شپاړسمې تقنیني دورې د کار د دوام اووم کال کې شاملېږي. موږ هېله لرو چې د افغانستان حکومت به په دې نېږدې میاشتو کې د عادلانه او شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله څرګنده کړې چې د دې ټاکنو نېټه به د روانې اوونۍ تر پایه اعلان شي.

د افغانستان ولسي جرګه دوه نیم سوه څوکۍ لري.

XS
SM
MD
LG