د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ولسي جرګه: حکومت د رد شویو وزیرانو پر ځای نوي کاندیدان معرفي کوي


د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، حکومت پلان لري چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پرځای دوی ته نوي کاندیدان معرفي کړي.

ولسي جرګه وايي، حکومت دې پرېکړې ته رسېدلی چې د سلب صلاحیت شويو وزیرانو پرځای نوي کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي.

ولسي جرګه: د سرپرستانو پر ځای دې نوي کاندید وزیران معرفي شي

د دغه جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې حکومت تراوسه په رسمي ډول دوی ته د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای د نویو څېرو د معرفي کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو داسې معلومات شته چې حکومت به د سلب صلاحیت شویو وزیرانو په تړاو د ولسي جرګې پرېکړه ومني.

غفاري: حکومت پلان لري چې د ولسي جرګې پرېکړه ومني.
غفاري: حکومت پلان لري چې د ولسي جرګې پرېکړه ومني.

نوموړي زیاته کړه:

"اورېدل کېږي چې حکومت پلان لري چې د ولسي جرګې پرېکړه ومني او نوي کسان معرفي کړي، خو لا تراوسه موږ ته کوم رسمي خبر نه دی رسېدلی، خو داسې راپورنه شته چې حکومت غواړي دغه پرېکړه پلې کړي او هغه کسان چې سلب صلاحیت شوي هغوی رخصت کړي او پرځای يې نوي کسان معرفي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه په اجرائیه ریاست کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د قاضي القضات او د ولسمشر د دویم مرستیال ترمنځ غونډه شوې او په غونډه کې پرېکړه شوې چې باید د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پرځای ولسي جرګې ته نوي کسان معرفي شي.

د دی معتبرې سرچینې د معلوماتو له مخې په لنډ وخت کې به اجرائیه رئیس، قاضی القضات او د ولسمشر دويم مرستیال په دې اړه له ولسمشر محمد اشرف غني هم سره وګوري او وروستی تصمیم به اعلان شي.

د کابینې اووه تنه وزیران څه موده وړاندې له اویا فیصدو څخه د کمې پراختیایي بودجې د لګولو له امله د ولسي جرګې له لورې سلب صلاحیت شول چې دغه موضوع بیا ولسمشر د تفسیر لپاره سترې محکمې ته راجع کړه.

ولسي جرګه: د وزیرانو استیضاح پر سر کړکېچونه باید زیات نشي

که څه هم د ولسي جرګې ځینو غړیو مخکې ویلي چې سترې محکمې په دې اړه د ولسي جرګې پریکړه تائید کړې، خو سترې محکمې لا تراوسه په دې اړه خپل رسمي دريځ نه دی روښانه کړی.

د استیضاح شویو وزیرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړه ولې ځنډېدلې؟

اخوا يو شمېر افغان کارپوهان په وزراتونو کې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پاتې کېدل د قانو خلاف ګڼي او له حکومته غواړي چې د دوی پرځای نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی حمید عزیزي په دې باور دی چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د کار دوام په کورنۍ او نړيواله کچه د افغانستان د حکومت اعتبار ته زیان رسوي او غوره به وي چې پرځای يې نور کسان معرفي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې دا ملي شورا موږ اوس قانوني ګڼو نو پرېکړو ته یې هم باید درناوی ولرو، د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پرځای نور وړ کسان معرفي کړو او که دغه وزیران پاتې شي نو پرته له دې چې ستونزې زیاتې شي او د افغانستان اعتبار ته زیان ورسوي نوره ګټه نه کوي."

ښاغلی حمیدي له افغان حکومت نه غواړي چې ژر تر ژره دغه موضوع ته د پای ټکی کېږدي او نوي کسان ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي.

ازادي راډيو و غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست د اړوندو چارواکو نظر هم واخلي خو هغوی وویل چي په دې هکله معلومات نه لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG