د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ولسي جرګه: د سلب صلاحیت شویو وزیرانو په اړه به پر بدیل لارې غور وکړو


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي کاندیدان دې جرګې ته معرفي کړي.

ولسي جرګه وايي چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د موضوع په اړه له حکومت سره په تقابل کې نه‌ده، بلکې په بشپړ قوت له حکومت سره همکاري کوي.

د دغې جرګې رئیس د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل ولسي جرګې د قانوني ارګان په توګه اووه تنه وزیران د قانون په چوکاټ کې سلب صلاحیت کړي.

عبدالرؤف ابراهیمي له حکومته وغوښتل چې د بې‌واکه شویو وزیرانو پر ځای دې نوي کاندیدان د باور رأیې اخیستو لپاره دې جرګې ته معرفي کړي.

ابراهیمي: حکومت دې نوي کاندیدان معرفي کړي.
ابراهیمي: حکومت دې نوي کاندیدان معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسي جرګه د قانونمند ارګان په توګه چې اجرأت‌یې د قانون مطابق دي، هېڅکله له حکومت سره په تقابل کې نه‌ده، تقابل د افغانستان په ګټه نه‌بولو، بلکې موږ په بشپړ قوت د حکومت همکار یو، له قانون سره سم زموږ غوښتنه ده، د هغو وزیرانو پرځای چې سلب صلاحیت شوي ولسي جرګې ته دې نوي کسان معرفي کړي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې نېږدې یوه میاشت وړاندې ولسي جرګې اووه تنه هغه وزیران سلب صلاحیت کړل چې له اویا سلنې څخه‌یې کمه پراختیایي بودجه لګولې وه.

افغان ولسمشر د وزیرانو د استیضاح موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو تر اوسه سترې محکمې په دې اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

هڅه مو وکړه چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د پرېکړې په اړه د سترې محکمې او همدارنګه د ولسي جرګې د نوې غوښتنې په اړه د حکومت نظر راواخلو، خو بریالي نه‌شو.

په عین حال کې د ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي که حکومت په دې برخه کې اقدام ونه‌کړي، نو دوی به له قانون سره سم پر بدیلو لارو غور وکړي.

انعامي: ولسي جرګه نورې لارې چارې هم لري.
انعامي: ولسي جرګه نورې لارې چارې هم لري.

​د دغې جرګې لومړي منشي عبدالرؤف انعامي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"بودجه باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه‌کارول شي، باید هوښیارانه چلند ورسره وشي، ولسي جرګه نورې لارې چارې هم لري چې له همدې لارې باید په حکومت فشارونه راوستل شي."

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په کابل کې د يوې ناستې پر مهال ویلي و، که حکومت د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نور کاندیدان معرفي نه‌کړي، نو ولسي جرګه به بودجه تصویب نه‎‎کړي.

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې د دغې جرګې د اقتصاد کمېسیون په بودجه باندې څېړنه کوي او هېڅکله هم دوی د بودجې د یرغمل نیونې هوډ نه‌لري.

په عین حال کې د دغې جرګې غړی محمد نعیم حمیدزي لالي د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندیز وکړ چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د موضوع د حل لپاره د ولسي جرګې اداري پلاوی له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG