د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

ابراهیمي: سرپرست وزیران د وکیلانو په وړاندې له کینې ډک چلند کوي


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې په وزارتونو کې دې د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي او ژر دې کاندید وزیران د باور رأیو اخیستو لپاره ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې رئیس وايي، د خلکو د کارونو د حل او د حکومتي دندو د اجرا پر وړاندې د سرپرست وزیرانو موضوع یوه جدي ستونزه ده.

عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونده کې وویل سرپرست وزیران د وکیلانو او خلکو پر وړاندې له کینې ډک چلند کوي نو ولسمشر باید په دې اړه پرېکړه وکړي او کابینه قانوني کړي.

عبدالروف ابراهیمي.
عبدالروف ابراهیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"سرپرست وزیران په رښتیا هم یوه جدي ستونزه ده، موږ یو ځل بیا له ولسمشره خواهش کوو چې کابینه معرفي کړي سرپرست وزیران له ټولو کینو او عقدو سره د وکیلانو او خلکو پر وړاندې چلند کوي چې دا د افغانستان په ګټه نه‌ده او ولسمشر مکلفیت لري چې کابینه قانوني کړي او د باور رأیې اخیستو لپاره نوې کابینه معرفي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې نېږدې پنځه میاشتې وړاندې ۱۶ تنه وزیران د ۷۰ سلنې بودجې د نه‌لګولو له امله استیضاح کړل چې اووه‌یې د دوی له‌خوا سلب صلاحیت شول.

حکومت دغه موضوع د تفسير لپاره سترې محکمې ته ولېږله او سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته‌يې د کار د دوام دستور ورکړ.

دغه‌‌شان د يو شمېر ریاستونو او ولسوالیو تر څنګ د کانونو او پټرولیم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د قومونو او قبایلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم وزیران نه‎‌لري او د سرپرستانو له‎‌خوا اداره کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي چې د ولسي جرګې اداري پلاوي دوه ځلې له ولسمشر سره د کاندید وزیرانو د معرفي په اړه لیدنه کړې چې د هغه په وینا ولسمشر ورته ډاډه ورکړی چې ډېر ژره به په دې اړه تصمیم ونیول شي.

که څه هم جمهوري ریاست په دې اړه څه نه‌وايي، خو د حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د کابینې په اړه په حکومت کې بحثونه روان دي او ډېر ژر به وروستي شي.

جاوید فیصل.
جاوید فیصل.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په حکومت کې د کابینې د وزیرانو په اړه بحثونه روان دي په دې موضوع پرمختګ هم شوی او پلان دی چې ډېر ژر ټول نومونه نهايي شي، په ځانګړې توګه د هغو وزیرانو په اړه چې د پارلمان له‌خوا استیضاح شوي و، لا هم حکومت د سترې محکمې له ادرسه د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر ته سترګې په لاره دی، کله چې هغه راورسېږي په دې اړه به بحثونه وروستي شي."

بل‌خوا د ولسي جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي، په هغو وزارتونو کې چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي کارونه سم پر مخ نه‌ځي او خلک له ستونزو سره مخ دي چې حکومت باید دا ستونزه حل کړي.

د افغانستان ولسي جرګې د خپل سږني تقنیني کال په پرانیست غونډه کې هم له ولسمشر غوښتي و چې د دوی د کار له پیل سره دې د هغو وزارتونو لپاره کاندید وزیران د باور رأیې اخیستلو لپاره وروپېژني کوم چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG