د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۳

روسیه شمالي کوریا سره خپلې پولې ته درنې وسلې انتقالوي


په داسې حال کې چې د امریکا او شمالي کوریا په منځ کې کړکېچ په زیاتېدو دی، رسنۍ وايي، روسیه له شمالي کوریا سره خپلې پولې ته درنې وسلې انتقالوي.

د روسیې په لرې ختیځ کې سیمه ییزې رسنۍ وايي، ځايي اوسېدونکو لوی پوځي کاروانونه لیدلي چې په اورګاډو او سړکونو د تېرې یکشنبې راهیسې د شمالي کوریا سره د روسیې پولې ته روان دي.

په یو سیمه ییز ویب سایټ کې خپره شوې ویډیو کې هغه اورګاډی ښکاري چې د ټور په نوم له مځکې هوا ته د توغندیو د سیسټم په شمول درانه وسایل په کې بار دي او دخبروسک ښار کې ظاهر د ویلادیوستوک ښار ته روان ښکاري.

ویلادیوستوک د شمالي کوریا له پولې ۱۶۰ کېلومتره فاصله کې پروت دی.

په ویډیو کې یو سړی په روسي ژبه وايي«دا له سهاره راهیسې درېیم اورګاډی دی چې موږ یې ګورو.»

د ویلادیوستوک رسنۍ وايي ځايي خلکو پوځي ګاډي، هلیکوپټرې او نورو پوځي وسایل هم لیدلي چې د خبروسک – ویلادیوستوک پر لویه لاره جنوب لورې ته روان وو.

کرملېن په دې اړه له تبصرې ډه ډه کړې.

د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویاند ډیمیټري پیسکوف وايي، په روسیه کې دننه پوځي تحرکات عامه مسئله نه ده.

وروسته له هغې چې شمالي کوریا په ۲۰۱۶ میلادي کال دوه اټیمي ازموینې وکړې او ورپسې یې ځینې د لرې واټن ویشتونکي توغندي و ازمویل د امریکا سره یې کړکېچ زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG