د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۰

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسؤله روسیې ته ځي


ټاکل شوې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسؤله د اپریل پر ۲۴ روسیې ته لومړنی رسمي سفر وکړي.

د فیدریکا موګیرېني دفتر نن دا اعلان داسې مهال وکړ چې د اروپایي اتحادیې د اته ویشتو غړیو هېوادونو او مسکو ترمنځ اړیکې د نورو مسایلو ترڅنګ د اوکراین او سوریې په تړاو خرابې شوي دي.

موګیرېني به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د بهرنۍ پالیسي اړوند پر ډېرو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي چې د سوریې جګړې هم پکې شاملې دي.

د نوموړي له دفتر څخه خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې موګیرېني به د اپریل پر نولسمه چین ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG