د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۳۲

ټرمپ: شمالي کوریا ستونزې پسې ګرځي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، که اړتیا وي هېواد یې چمتو دی چې د شمالي کوریا ستونزه له چین پرته هواره کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون پر خپل ټویټر ولیکل:

"شمالي کوریا ستونزې پسې ګرځي."

د امریکا ولسمشر وړاندې ویلي:

"که چین پرېکړه وکړي چې مرسته به کوي دا به ډېره ښه وي که نه امریکا به په یوازې سر ستونزه هواره کړي."

واشنګټن د ځواک ښودنې په خاطر د سمندري ځواکونو یوه تهاجمي ډله د کوریا ټاپو وزمې ته استولې ده.

د"یو. اېس. اېس کارل وینسون" په نوم الوتکې لېږدونکې بېړۍ هم په دې ډله کې شامله ده.

شمالي کوریا تر اوسه پنځه اټمي ازموینې کړې دي.

دې هېواد دوه ازموینې تېر کال وکړې او اوس په داسې توغندیو کار کوي چې وکولای شي اټمي سرګلولې تر امریکا ورسوي.

XS
SM
MD
LG