د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ریکس ټیلرسن: روسیه دې د اسد رژیم او امریکا ترمنځ یو انتخاب کړي


د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن روسیې ته دوه انتخابه پرېښي چې یا له سوریې ملاتړ ته دوام ورکړي یا دې د سوریې پر ضد له امریکا ملاتړ وکړي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي روسیه باید روښانه کړي چې له امریکا سره د سوریې د رژیم پر ضد درېږي که د سوریې د رژیم، ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

ریکس ټیلرسن دا خبرې د سې شنبې په ورځ په ایټالیا کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.

نوموړي زیاته کړه

"زه فکر کوم دا د روسیې په اړه ښه قضاوت دی چې ووایو روسیې واقعاً د سوریې له رژیم، ایرانیانو او حزب الله ډلې سره خپل اتحاد پوخ کړی دی، ایا دا به یو اوږدمهاله اتحاد وي چې د روسیې ګټې تامین کړي؟ او که ایا روسیه به له امریکا متحده ایالتونو او نورو لویدیځو هېوادونو سره ودرېږي چې غواړي د سوریې کړکېچ پای ته ورسوي.؟"

ټیلرسن به د چهارشنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې هم خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دا واضحه نه ده؛ روسیې چې د سوريې په شپږ کلنه جګړه کې له رژیم ملاتړ کړی نه ده توانېدلې چې د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو له کارونې وګرځوي یا په دې برخه کې برلاسې نه وه.

ده همداراز ویلي چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې له منځه وړل اصلي هدف دی او روسیه باید یو ځل بیا د دغه هدف په پوره کولو کې برخه واخلي.

اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې هیله ښودلې چې د سبا ورځې خبرې به ګټورې وي.

د «G7» هېوادونو امریکا متحده ایالتونو، جاپان، جرمني، بریټانیا، ایټالیا، فرانسه او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو په ایټالیا کې د سې شنبې ورځې په غونډه کې ټینګار کړی چې روسیه باید د سوریې د رژیم له ملاتړ لاس په سر شي او اسد ځان ته پرېښودل ښي.

ایټالیا کې د جي اووه غونډې ګډونوال.
ایټالیا کې د جي اووه غونډې ګډونوال.

د سوریې د رژیم مخالفو هېوادونو ترکیې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اردن او قطر بهرنیو چارو وزیرانو هم د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې غونډه کې برخه اخیستې وه.

نړیوالو وروسته له هغه د سوریې په رژیم او په ملاتړیو یې فشارونه زیات کړل چې تېره اوونۍ د سوریې رژیم په ادلیب ښار کې د خان شیخون په سیمه کې په عامو خلکو د کیمیاوي وسلو په کارونې تورن شو.

په دې حمله کې څه باندې ۸۰ تنه ووژل شول.

خو سوریې او روسیې ویلي چې زهرجن ګاز د مخالفینو تر کنټرول لاندې یو انبار تر وېشتلو وروسته خواره شوي دي؛ هغه څه چې امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو ته د منلو وړ نه دي.

امریکا متحده ایالتونو تر دې حملې وروسته د سوریې له رژیم نه د روسیې په ننګې سربېره د سوریې د پوځ یوه هوايي اډه په لسګونو کروز میزایلو وویشتله.

اخوا د روسیې ولسمشر د سې شنبې په ورځ د سوریې د رژیم د هوايي اډې تر بمبار وروسته د لومړي ځل لپاره په دې موضوع له رسنیو سره خبرې وکړې.

ولادمیر پوتین وویل چې روسیه به په هاګ کې له نړیوالې محکمې وغواړي څو د غربي هېوادونو د ادعا په اړه چې ګواکې د سوریې رژیم تېره اوونۍ په ملکیانو د کیمیاوي وسلو په استفادې مرګونې حملې کړي څېړنې وکړي.

پوتین وویل چې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه ځینې تحریکات شوي او پړه یې د سوریې په رژیم اچول کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

پخواني معلومات:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د مسکو تر سفر مخکې وویل چې روسیه باید دا انتخاب کړي چې د سوریې په مسئله کې د امریکا لوری نیسي، که د نورو.

ټیلرسن دا خبرې نن د ایټالیا په لوکا ښار کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو له استازیو سره تر غونډې وروسته وکړې:

"روسیه ځان په حقیقت کې د اسد د رژیم، ایرانیانو او حزب الله هم سطحه ګڼي؟ دا اوږدمهاله ایتلاف دی چې د روسیې ګټې خوندې کوي؟ که نه روسیه غوره ګڼي چې له امریکا سره وي، له نورو غربي هېوادونو او د منځني ختیځ له هېوادونو سره وي چې د سوریې د بحران د حل هڅې کوي."

تمه ده چې ټیلرسن سبا په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر.
د روسیې ولسمشر.

د ټیلرسن تر خبرو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، مسکو به په رسمي ډول په هاګ کې له ملګرو ملتو وغواړي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال لپاره تحقیقات وکړي.

بل لور ته روسیې اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ به په مسکو کې له سوریې او ایران سره درې اړخیزه غونډه وکړي.

د یو بل خبر له مخې د روسیې دفاع وزرات نن وویل چې په سوریه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او یو سخت ټپي شوی دی.

د روسیې دفاع وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د دې پېښې مشخص ځای او وخت ته اشاره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG