د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

فالون: روسیه د خان شیخون حمله کې د هر وژل شوي ملکي وګړي مسؤله ده


د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون «Michael Fallon» روسیه ملامته کړه چې تېره اوونۍ د سوریې په یوه ښارګوټي کې د وحشیانه کیمیاوي وسلو په حمله کې د هر وژل شوي ملکي وګړي مسؤله ده.

په دغې حمله کې چې د خان شیخون پر سیمې شوې، د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

ښاغلي فالون په سنډې ټایمز خپرونه کې لیکلي چې کرملېن په نیابتي ډول ځکه مسؤل دی چې د سوریې د رژیم بشارالاسد اصلي ملاتړی دی.

هغه د کیمیاوي ګازو دغه حمله چې د ده په وینا د روسیې تر څارنې لاندې شوې، یو جنګي جنایت وباله.

د بریتانیا د دفاع وزیر وویل، په تېرو کلونو کې روسیې ښه فرصتونه لرل چې په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پای ته ورسوي او زیاته‌یې کړه، دې هېواد ته په کار ده چې د دغه رژیم د په ګونډو کولو لپاره لازمه اراده وښیي.

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون
د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون

فالون دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون «Boris Johnson» مسکو ته کېدونکی سفر لغوه کړ.

ټاکل شوې وه چې نوموړی د دوشنبې په ورځ مسکو ته لاړ شي.

جانسون ویلي چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو حملې حالات اساسي بدل کړي ځکه دی دغه سفر لغوه کوي.

هغه په یوه بیان کې چې د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت په وېب‎پاڼه کې خپور شوی ویلي چې اوس د ده لومړیتوب له متحده ایالاتو او د «جي اووه» د ټولنې د نورو غړو د غونډې په درشل کې تماسونو ته دوام ورکول دي.

په پام کې ده چې د «جي اووه» ټولنه د اپرېل په لسمه او یوولسمه په غونډه کې په سوریه کې د جګړې د درولو او د سیاسي پروسې د چټکولو لپاره د یوه نړیوال ائتلاف ملاتړ ترلاسه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې وغوښتل چې سوریه کې د سیاسي جوړ جاړي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي څو دا یقیني شي چې د تېرې اوونۍ ټکان ورکوونکې پېښې بیا هېڅ‎کله تکرار نه‎شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د جانسون پر پرېکړې چې مسکو ته‌یې کېدونکی سفر لغوه کړی انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې نوموړی پر هغه څه چې په سوریه کې پېښېږي سم نه‎دی خبر.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې د دغه سفر لغوه کېدل بیا دا تائیدوي چې له بریتانیا سره خبرې بې‌معنی ځکه دي چې دا هېواد په اکثرو اوسنیو نړیوالو مسایلو کې خپل دریځ نه‌لري او د خپلو ستراتیژیکو شریکانو لار تعقیبوي.

د امریکا متحده ایالاتو د کیمیاوي وسلو حملې ته په پام سره د تېرې جمعې په ورځ د سوریې یوه پوځي اډه په لسګونو کروز توغندیو وویشته.

XS
SM
MD
LG