د لاسرسي لېنکونه

د ستوکهلم د وروستۍ پېښې مجرم نن محکمې ته حاضرېږي


هغه کس چې تېره اوونۍ یې د سویډن په مرکز ستوکهلم کې د یوې مغازې مخې ته برمته کړې لارۍ پر خلکو وروسته او څلور تنه یې ووژل، نن به محکمې ته حاضر شي، ترڅو پرېکړه وشي چې سړی په توقیف کې پاتې شي که نه شي.

د محکمې د اسنادو له مخې دا کس رحمت اکیلوف نومېږي، نهه دېرش کلن دی او د ازبکستان دی.

د اپریل په لسمه د سویډن د ملي پولیسو مشر دن الیسن وویل، پولیس پوره ډاډه دي چې دوی د برید اصلي کس نیولی شي.

د اپریل په نهمه یو بل کس هم ونیول شو خو پولیسو د هغه هویت تر اوسه نه دی افشا کړی.

د اپریل له اوومې راپه دې خوا پولیسو تر شپږ سوه زیات کسان پوښتلي دي او د ستوکهلم شااوخوا یې په یو شمېر ځایونو کې د تحقیقاتو لپاره چاپې غورځولې دي.

XS
SM
MD
LG