د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، هغه وکیلان چې له شلو ورځو ډېره غیر حاضري ولري امتیازونه او معاشونه بهیې وګرځول شي او د ولسي جرګې په غونډو کې به د ګډون حق ورنهکړل شي.
د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل دا پرېکړه د جرګې د اداري پلاوي په دوو پرلهپسې غونډو کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"هر وکیل چې په پرلهپسې ډول له شلو ورځو زیاته غیر حاضري وکړي د کورنیو اصولو او دندو له مخې مکتوب مو ورکړی چې معاشونه او امتیازیات بهیې نهورکول کېږي، بله موضوع دا ده چې په همدې جلسه کې یې ګډون ځنډول کېږي له دې وروسته موږ دغه اصول پلي کوو وکیلان دې خبر وي او له موږ دې ګېله نهکوي."
د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري چې د جرګې د اداري پلاوي په وینا د ځینو وکیلانو د دوامداره او د ځینو د پرلهپسې غیر حاضريو له امله د جرګې نصاب پوره نهوي او د دوی کارونه ټکني مخ ته ځي.
که څه هم د ولسي جرګې ځیني غړي د وکیلانو غیر حاضري یوه جدي قانوني ستونزه بولي، خو تور پورې کوي چې کله ناکله د اداري پلاوي د غیر حاضرۍ له امله دوی د اجنډا د نهشتون سره مخ وي.
د دغې جرګې غړی حمیدزی لالی وايي، د اداري پلاوي په ګډون قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي.
نوموړي زیاته کړه:
"اداري پلاوی دې هم خپل نصاب پوره کړي اوس معاون او رئیس دواړه نهشته لومړی مرستیال او رئیس چېرې دي، قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي."
دا لومړی ځل نهدی چې د ولسي جرګې اداري پلاوی غیر حاضرو وکیلانو ته خبرداری ورکوي، بلکې له دې مخکې یې د دایمي غیر حاضرو وکیلانو نومونه له رسنیو سره هم شریک کړي و.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ولسي جرګې اداري پلاوی به دغه پرېکړې عملي کړای شي؟
د حقوقي چارو کارپوه خالد سعادت وايي چې په ولسي جرګه کې زورواکي غړیتوب لري او امکان نهلري چې دغه پرېکړه پلې کړي.
ښاغلی سعادت ټینګار کوي که څه هم په اساسي قانون کې دې موضوع ته اشاره نهده شوې خو که په خپله د ولسي جرګې لهخوا د یادې جرګې د غړو حاضري لازمي او اجباري وګرځول شي، نو دا اقدام به د ولسي جرګې د کارونو چټکتیا کې مرسته وکړي.
راپور: رحمتالله افغان