د ښځو، سولې او امنیت د انسټېټیوټ یو تازه راپور وایي چې په ۱۳۹۴ کال کې د ولسي جرګې ۶۰ فیصده غونډې پرته له نصابه وې.
په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، په عمومي غونډو کې د وکیلانو غیرحاضري یوه عمده ستونزه بلل شوې ده.
د ښځو، سولې او امنیت د انسټېټیوټ راپور وایي چې روان کال د ولسي جرګې له خوا د جوړو شوېو ۸۵ غونډو څخه ۵۱ یې نصاب نه درلود.
دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو همدا راز ښیې چې د ولسي جرګې په ۶۰ عمومي غونډو کې د وکیلانو نه شتون د قانون جوړونې پر وړاندې یو اساسي خنډ او د قوانینو د تصویب د ځنډ اساسي لامل دی.
د دغه انسټېټیوټ څیړونکي نعمت حیدري نژاد د راپور د خپریدو پر مهال وویل، د دوی د موندنو له مخې د ولسي جرګې له هرو درېیو غونډو څخه دوو یې نصاب نه درلود.
ښاغلی نژاد زیاتوي:
"د استازو جرګې په روان کال کې ۸۵ عمومي غونډې جوړې کړي چې له دغو غونډو څخه یو پنځوس یې بې له نصابه وې. یعنې د ولسي جرګې ۶۰ فیصده غونډو نصاب نه درلود. په غونډو کې د استازو ګډون په اوسط ډول ۴۳ فیصده و."
د ښځو، سولې او امنیت کلنی راپور چې د ولسي جرګې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه جوړ شوی، ښیې چې دغې جرګې د قانون جوړونې په برخه کې فعاله ونډه نه درلوده بلکې تر ډيره یې د معرفي شوېو قوانینو پر تصویب، رد او یا هم تعدیل اتکا کړې ده.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې استجوابیه غونډو ته د ولسي جرګې د ۴۱ فیصده غونډو ځانګړي کول ښیې چې دغه جرګه د څارنې په برخه کې نسبتاً فعاله وه، خو ویل شوي چې استجوابیه غونډې هم په مبهم شکل پای ته رسیدلي دي.
راپور زیاتوي چې له خلکو څخه د استازیتوب په میکانیزم کې جدي ضعف شته، ډیر وکیلان خپلو ولایتونو ته د تلو لیوالتیا نه لري او سږکال یوازې ۱۷ ولایتي راپورونه دغې جرګې ته وړاندې شوي دي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځی چې د ښځو، سولې او امنیت د انسټېټیوټ له خوا د راپور د خپریدو په غونډه کې موجود و وویل چې د ولسي جرګې اداري پلاوي د کورنیو اصولو په عملي کولو کې جدیت نه دی ښودلی.
ښاغلي ځاځي وویل چې ځيني وکیلانو ان په کال کې یو ځل جرګې ته حاضر شوي او سره له دې چې د دوی غړیتوب نه سلبیږي، تنخواګانې یې هم کورونو ته ور وړل کیږي.
که څه هم بریالي نه شولو چې په دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر را واخلو، خو دوی له دې مخکې ژمنه کړې وه چې له غیر حاضره وکیلانو سره به قانوني چلند وکړي.
د ښځو سولې او امنیت د انسټېټیوټ په راپور کې راغلي چې د دوی د موندنو له مخې اوسنی پارلمان د اجراییه قوې پر وړاندې همغږی نه دی او تر ډيره له ګدوډیو سره مخامخ دی.
په راپور کې راغلي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې تر ځنډ وروسته عمومي غونډو ته د وکیلانو لیوالتیا مخ په کمیدو ده او د انتخاباتو د ځنډني کیدو په صورت کې به بې له شکه روان حالت دوام وکړي.