د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

تاجکستان وايي، له افغانستان سره په پوله کې یې دوه سرتېري وژل شوي


د ازادې اروپا د ازادي راډیو د تاجکستان څانګه د خپلو سرچینو په قول وايي چې له افغانستان سره د تاجکستان په پوله کې نښته شوې او په ترڅ کې یې دوه تاجک پوله ساتي وژل شوي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو دا پېښه تایید کړې خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې دا برید په تروریستی انګېزه شوی او که د جنايي ډلو کار و.

د ازادې اروپا د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د خپلو سرچینو په قول په پوله کې د وسله‌والې نښتې خبر ورکړ.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې سرحدي ځواکونو د دسمبر پر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د ډسمبر پر ۲۴مه ماسپښین د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ قاوَق سیمې ته نژدې شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې «د یوې ترهګرې ډلې درې غړي» له پولې واوښتل او غوښتل یې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړي، خو دا نه دي ویل شوي چې دغه بریدګر د کومې ترهګرې ډلې غړي وو.

د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو دوه افسران، زیره‌بون نوروزبیکوف او عصمت‌الله قربانوف، په دې برید کې وژل شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادی راډیو تاجکستاني څانګې ته سرچینو ویلي، ۳۳ کلن زیره‌بون نوروزبیکوف په شپږ مرمیو ویشتل شوی. هغه د غرني بدخشان د کورواک ولایت د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی و، او تر عدلي معاينې او پېژندنې وروسته یې جسد خپل ټاټوبي ته ولېږدول شو.

په کولاب سیمه سرچینې وايي، د بل افسر، ۲۸ کلن عصمت‌الله قربانوف، جسد شاوخوا ۲۰۰ متره لاندې یوې کندې ته لوېدلی دی. د سرچینو په وینا، اوس د ژغورنې یوه ډله د هغه د جسد د راایستلو هڅه کوي. عصمت‌الله قربانوف د ختلان ولایت د همداني ولسوالۍ اوسېدونکی و.

دوې دواړو د «سر‌چشمه» په سرحدي قطعې کې دنده ترسره کوله.

سرچینې همداراز وايي چې په دې نښته کې دوه نور سرحدي ساتونکي ټپیان شوي دي، خو د سرحدي ځواکونو په رسمي اعلامیه کې د ټپیانو یادونه نه ده شوې.

د تاجکستان چارواکي وایي چې له افغانستانه راغلي درې بریدګر هم په دې پېښه کې وژل شوي دي، او ترې درې ماشینګڼې، درې ټوپکونه، ۱۰ لاسي بمونه، د شپې عینکې، چاودېدونکي توکي او نورې وسلې ترلاسه شوې دي.

په دې بیان کې د تاجکستان د دولتي امنیتي خدماتو د سرحدي ځواکونو چارواکو د افغانستان د طالبانو حکومت تورن کړی چې د تاجکستان له پولې سره د امنیت او ثبات د ټینګښت او د توندلارو ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې یې خپلې نړیوالې ژمنې نه دي پوره کړې، او له هغوی یې د تاجکستان له خلکو د بښنې غوښتنه کړې ده.

تاجکستاني چارواکو د دې برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم په زغرده نه دي ویلي چې ایا دې برید تروریستي هدف درلود او که د مخدرو موادو له قاچاق سره یې تړاو درلود.

تاجکستان له افغانستان سره نژدې ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو له خوا نه کارول کېږي، خو د تاجکستان چارواکي د پولې هغې غاړې ته اندېښمن دي، چې د دوی په وینا هلته د مخدره توکو قاچاقبران او وسله‌وال پټ دي.

د روان کال په نومبر میاشت کې، له افغانستانه د تاجکستان پر شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو درې بریدونه وشول، چې په پایله کې یې لس چینايي کارګر ووژل شول او ټپیان شول. د دغو کارګرو ځینو د تاجکستان د شوراباد ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه او نور د درواز په سیمه کې د سړک جوړولو پر پروژو بوخت وو. تاجکستان هغه بریدونه تروریستي وبلل، او چین د دواړو پېښو د څېړنې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG