راپور: معصوم "میوند"
د افغانستان د ولسي جرګې د نژدې دوه نیم سوو غړو له جملې نه د چهارشنبې په ورځ یوازې د دې جرګې 36 غړي غونډې ته حاضر شوي وه.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې ډیر شمېر غیر حاضر وکیلان د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو په غیر رسمي کمپاینونو اخته دي.
د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې حاضرو وکیلان له دې امله سخت انتقادونه وکړل او له وکیلانونه یې وغوښتل چې؛ خپلو اصلي دندو ته حاضر شي.
د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر له پیلېدو سره د ولسي جرګې د غونډو تالار هم تش معلومیږي.
د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډه د ولایتي راپورونو لپاره ځانګړې شوې وه، خو د دې جرګې د 249 غړو له جملې نه یوازې 36 غړي په تالار کې حاضر وه.
په تالار کې حاضرو وکیلانو پر ډیرو غیر حاضرو سخت انتقادونه وکړل او د ولسي جرګې اداري پلاوي هم یوازې د حاضرو غړو نومونه اعلان کړل.
د ولسي جرګې غړو وویل، چې د خلکو ډیری غیر حاضر استازي د راتلوونکو انتخاباتو په کمپاینونو اخته دي.
شکریه بارکزی وايي، که د دې جرګې د غړو غیر حاضري همداسې دوام وکړي، نو د ولسي جرګې کارونه به ټکني شي:
"که داسې وي چې؛ ټول ملګري دې خالي څوکیو ته رپوټ ورکړي نو ښه ده چې د رپوټ ورکولو لړۍ همدلته پای ته ورسوو.
تاسو پوهیږئ چې؛ یو شمېر وکیل صاحبان یواځې د رايي ورکولو پر مهال پارلمان ته راځي، دا په داسې حال کې ده چې؛ موږ د امنیتي تړون، انتخاباتو او د افغانستان امنیتي مسایل په مخکې لرو.
که داسې وي چې؛ څوکۍ خالي وي او ټول د انتخاباتي کمپاینونو په چارو بوخت وي چې؛ وروسته تر دې پیلیږي نو دا په دې معنې ده چې موږ پوره یو نیم کال کار نشو کولای."
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه د دوشنبې په ورځ پیل شوې خو و کیلان وایي چې؛ د دې بهیر له پیلیدو سره د ولسي جرګې د غړو غیر حاضرۍ لا زیاتې شوې.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ولسي جرګې په غونډه کې د ډیرو وکیلانو پر غیر حاضری انتقادونه کیږي، بلکې دا ستونزه له تیرو څو کلونو راهیسې په ولسي جرګه کې موجوده ده.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي په خبره د نصاب د نه پوره کیدو له امله دوي نه شي کولای چې د مهمو مسایلو په اړه پریکړې ته ورسیږي.
د ولسي جرګې ځینو غړو په رسنیو کې د غیر حاضرو غړو د نومونو د اعلانولو غوښتنه هم وکړه.
سید اسحاق ګیلاني وویل، چې د خلکو استازي باید خپلو اصلي دندو ته راشي:
"تاسو په جدي توګه له رسنیو وغواړئ چې؛ د حاضر مجلس شمېره خپره کړي ځکه د افغانستان خلک به په دې هکله خپله پریکړه وکړي.
دا سمه ده چې؛ د جمهوري ریاست کمپاینونه روان دي خو وکیل صاحبان باید په سمه توګه خپل کارونه پر مخ بوځي.
لکه څنګه چې مخکې مطرح شوه موږ ته په هېواد کې ډیر مهم مسایل لکه انتخابات، سوله او امنیت مطرح دي چې؛ پارلمان یې باید په هکله پریکړه وکړي."
د ولسي جرګې اداري پلاوي او یو شمېر نورو وکیلانو په وار وار د دې جرګې د غړو پر غیر حاضریو انتقادونه کړي، خو دې مسالې ته وکیلانو جدي پام نه دی کړی.
د چارو پوهان وايي، په ولسي جرګه کې د غړو ډیری غیر حاضرۍ نه یوازې د قوانینو د تصویب مخه نیسي بلکې پردې جرګې د خلکو باور هم کموي.