د ولسي جرګې د عمومي عونډو د نصاب نه بشپړېدل په یوې لویې ستونزې اوښتی او د دې لامل شوی، چې د جرګې پریکړې له یوې ورځې بلې ته وځنډیږي.
د جرګې عمومي غونډه د دوشنبي په ورځ بیاهم د دې ستونزه شاهده وه.
په دې ورځ په کار وه، چې جرګه د هیواد د قضاییه قوې د تشکیلاتو او صلاحیتونو د قانون پر طرح بحث وکړي او یولړ بدلونونه په کې تصویب کړي، خو بې نتیجې پای ته ورسیده.
د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالستار خواصي دا مساله جدي وګڼله او ویې ویل، چې که وروسته له دې د جرګې کوم غړي له معقول عذر پرته غونډې ته حاضر نه شي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
″دا د اداري پلاوی جدي تصمیم دی، چې د حمل د میاشتې له پیل څخه یې نیولی، د جرګې هرهغه غړی چې له علته پرته غیرحاضري کوي نوم به یې مطبوعاتو ته ورکول کیږي.
ټول امتیازات به ځنې اخیستل کیږي او د غونډې د رییس په لاسلیک به مالي مسوول ته لیږل کیږي. وکیلان دې خبر اوسي، مساله ځکه جدي نیول شوې چې د ټولو عزت یو دی.″
د ولسي جرګې منشي ازادی راډیو ته وویل، په پام کې ده، چې د ستونزې د اوارۍ په مقصد، د جرګې د کورنیو دندو په اصولو کې یولړ نوي مواد ځای شي.
ده وویل، یو مورد یې دا دی، چې که د جرګې کوم غړی په مسلسله توګه غیر حاضر شي، د جرګې غړیتوب به یې وځنډیږي.
د جرګې د غړو د غیرحاضري ستونزه لومړۍ ستونزه نه ده، بلکې څو کاله کیږي، چې د جرګې اداری پلاوی ترې شکایت کوي.
د جرګې غړو هم تاکید وکړ، چې دې ستونزې ته باید دحل لاره وموندل شي.
دوی ویل، د دندو پر وړاندې د ځینو بې پروا یې سبب کیږي، چې د جرګې پریکړې عملي نه شي:
″موږ د شنبې په ورځ هم نصاب نه درلود، د یوقانون لپاره مو دوه ځلې غونډه وکړه.
۲- پرموضوع دوه ځلې بحث وشو، نور بحث پرې بې ګټې، نور نو زموږ او د نورو د خندا وړ ګرځي.″
دا په داسې حال کې ده چې، د خلکو سترګې ولسي جرګې ته غړیږي او د جرګې دنده ده، چې د تصویب لپاره پر قوانینو او نړیوالو تړونو بحث وکړي
کارپو هان وایي، که شته ستونزه اواره نه شي، پایلې به یې ښې نه وي.
راپور: خان محمد سیند