د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۶

تاجکستان پر دوو روسي هوايي شرکتونو د پرواز د بندیز پرېکړه ځنډولې


د تاجکستان حکومت وايي، د روسیې د دوو هوايي شرکتونو پر الوتکو د پرواز د بندیز پرېکړه‌يې ځنډولې ده.

د روسیې د ټرانسپورت وزارت د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت مسؤلین د خبرو لپاره مسکو ته ورغوښتي دي.

روسیې درې ورځې وړاندې مسکو ته د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې او د هغه هېواد له خوجند ولایته د تاجکستان د هوايي شرکت سامان اېر پر پروازونو بندیز اعلان کړ.

د روسیې د دې کار په ځواب کې د تاجکستان حکومت وویل چې د روسیې هوايي شرکتونه اورال اېزوېز او او یوټي اېر به دوشنبې او خوجند ته له پروازه منع کړي.

خو د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت نن وویل چې دواړو خواوو د خبرو له لارې د مسئلې د حل پرېکړه کړې ده.

د تاجکستان پلاوی نن په دې اړه د خبرو لپاره مسکو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG