د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېلرسن د اپرېل په ۱۲مه مسکو ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د اپرېل په ۱۲مه مسکو ته ځي او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ګوري.

د روسیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو د دې سفر اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دواړه وزیران به پر نړیوال امنیت، سوریې، شمالي کوریا، اوکراین او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

دا به د بهرنیو چارو د وزیر په توګه روسیې ته د ټېلرسن لومړی رسمي سفر وي.

تر اوسه دا څرګنده نه‎ده چې ټېلرسن به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري او که نه؟

XS
SM
MD
LG