د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۴۷

د روسیې د کورنیو چارو وزارت د ساختماني څانګې مشر وژل شوی


راپورونه وايي د روسيې د کورنیو چارو په وزارت کې د ساختماني څانګې مشر په مسکو کې وژل شوی دی.

انټرفاکس خبري اژانس د روسيې چارواکو په حواله چې نومونه‌يې نه‌دي ذکر شوي وايي نیکولای ولکوف پرون په ډزو وژل شوی دی.

پولیس په دې باور دي چې والکوف د غلو له‌خوا وژل شوی دی او قتل‌يې د هغه له وظیفې سره کوم تړاو نه‌لري.

XS
SM
MD
LG