د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارو تړل کېدو پر نورو ستونزو سربېره، دواړو لورو ته ډېر مالي زیان رسولی دی.
د افغانستان او پاکستان چارواکي وایي، په تېرې یوې میاشت کې د تورخم په ګډون د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له کبله د دواړو لورو سوداګرۍ ته سلګونه زره ډالره زیان رسېدلی او سلګونه ټنه مواد په موټرو کې خراب شوي.
افغانستان او پاکستان یو بل وسلهوالو مخالفینو ته په پناه ورکولو ملامتوي، خو دواړه لوري د یو بل ادعاوې ردوي.
همدا ستونزې د دې لامل شوې چې په پاکستان کې د تېرې میاشتې د یوې خونړۍ حملې وروسته پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.
اسلاماباد ادعا کوي هغه برید چې ۱۲۵ تنه پهکې ووژل شول د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا پلان شوی و.
افغانستان هم په دغه هېواد کې د بېلابېلو خونړیو بریدونو ملامتیا پر پاکستان اچوي او وایي اسلاماباد چې په خپله خاوره کې وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې او پر ضد یې اقدام نهکوي.
پاکستان د افغانستان د پرلهپسې غوښتنې پر اساس تېره اوونۍ د دوو ورځو لپاره د تورخم او سپینبولدک لارې یوازي د هغو کسانو پر مخ پرانیستلې چې ویزې یې درلودې.
په دغو دوو ورځو کې شااوخوا ۳۵ زره افغانان چې په پاکستان کې ایسار پاتې وو، بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، خو د سوداګرو ستونزه لا پر خپل ځای ده.
د افغانستان او پاکستان د ګډو سوداګریزو خونو مشر ضیاالحق سرحدي وایي، دواړه هېوادونه د شااوخوا دوه میلیارده ډالرو په ارزښت له یو بل سره سوداګریزې راکړي ورکړې لري، خو د تېرې یوې میاشتې په موده کې چې ترانزیټي لارې تړلې دي، د سوداګرۍ سطح ۱،۵ میلیارده ډالرو ته رالوېدلې ده.
اوس مهال د افغانستان په سرحدي سیمه تورخم کې شااوخوا دوه زره لارۍ له دې لارې د تېرېدو انتظار باسي.
په لنډي کوتل کې د باروړونکو ټولني مشر لعل رحیم شینواري اسوشیټېد پرېس ته ویلي د لارو اوږدمهاله بندیدو د دوی پر ټولنې او هم سیمهییزې سوداګرۍ ډېرې ناوړه اغېزې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو د نړیوالو اړیکو کمېټې غړی اذرخش حافظي وایي افغانستان او پاکستان د همکاریو یوه سیمهییز تړون ته اړتیا لري او زیاتوي چې سیاسي اقدامات د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ټولنو د رالوېدو لامل دی.
د حافظي په خبره همدا اوس په کابل کې د خوراکي موادو بیه لوړه شوې او باید د دې ستونزو لپاره یوه حل لاره وموندل شي.