د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

احمدزی: له ترورېزم سره صادقانه مبارزه د پاکستان په ګټه ده


Afghanistan -- Pakistan and Afghanistan flags August 26, 2013
Afghanistan -- Pakistan and Afghanistan flags August 26, 2013

د ولسي جرګې ځیني غړي وایي، که پاکستان له دې وروسته هم د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې صادقانه عمل ونه کړي له دې به هم ناوړه وضعیت سره مخ شي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،د ترورېزم سره د جدي مبارزې لپاره پاکستان باید له افغانستان سره همغږي وکړي.

نذیر احمد حمدزی.
نذیر احمد حمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه په وضاحت سره وایم چې که پاکستان صادقانه عمل ونه کړي، له دې نه به یې هم حالت خرابېږي ما پخوا هم ویلي او بیا هم وایو، يوازې په پاکستان نه موږ په روسیه او ایران هم غږ کوو چې د تروریستي او ورنکارو ډلو له ملاتړه لاس واخلي که نه نو دغه اور به د دوی کورونه هم وسوځي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په سند او لاهور کې تر مرګونو بریدونو وروسته چې لسکونه کسان په کې مړه او ټپيان شول، پاکستان ادعا وکړه چې دغه بریدونه په افغانستان کې طرحه شوي و خو افغان حکومت د پاکستان دا اعا رد کړه.

همدارنګه پاکستان د هغو تروریستانو يو اوږد لېست چې د دې هېواد د چارواکو په خبره د پاکستان پر ضد د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري د افغانستان حکومت ته سپارلی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ازادي راډیو ته په دې اړه ویلي چې پر دغه لېست دوی غور کوي، خو پاکستان هم باید د هغه لېست په برخه کې چې د افغانستان د حکومت لخوا دوی ته سپارل شوی اقدام وکړي.

محمد حنیف اتمر په ټلیفوني خبرو کې په نړیوالو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز څخه غوښتي چې دواړه هېوادونه باید د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې يوې هوکړې ته ورسېږي او د ترورېزم په وړاندې صادقانه ګامونه پورته کړي.

خو پوښتنه اوس دا ده چې په پاکستان کې له خونړیو بریدونو وروسته چې د ډېرو عامو خلکو ژوند یې واخیست، پاکستان به حاضر شي چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې رښتیني همکاري وکړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د سیاسي چارو کارپوه اسحق اتمر وايي چې پاکستان د موقتي حل لارې په لټه کې دی او له دې وروسته به هم د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې همکاري ونه وکړي.

ښاغلی اتمر وايي، اړتیا ده چې د افغانستان حکومت نړيوالې ټولنې ته وړانديز وکړي چې د دواړو هېوادونو لخوا دې د تروریستانو لېست نړيوالو ځواکونو ته وسپارل شي او پټنځایونه يې د دوی لخوا له منځه يوړل شي.

محمد اسحاق اتمر.
محمد اسحاق اتمر.

نوموړي زیاته کړه:

"دا به ډېر ښه وي چې له نړيوالو نه وغوښتل شي په پاکستان او افغانستان کې د تروریستانو هغه ادرسونه چې موجود دي نړيوال ځواکونه دې پرې عملیات وکړي، که پاکستان دې خبرې ته حاضر شو نو بیا موږ کولای شو چې په ګډه د ترورېزم سره د مبارزې په عملیاتو کې برخه واخلو، غېر له دې نه نو پاکستان غواړي چې ځان ته وخت پیدا کړي او ځان له لانجې نه وباسي."

اسحاق اتمر وویل، که پاکستان دې چارې ته اماده نشي نو ښکاره ده چې د دوامداره تورونو په لګولو سره غواړي په افغانستان کې جنګ دوام وکړي.

بلخوا د افغانستان په ولسي جرګه کې د نړيوالو اړیکو د کمېسیون غړی جعفر مهدوي وايي چې پاکستان باید پرته له کومې سیاسي ملاحظې د مسایلو په شریکولو سره د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې افغانستان سره رښتیني همکاري وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG