د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وروستي ورښتونه د کرنې لپاره ګټور بولي خو په عین وخت کې وايي چې د واورو د ښوېیدو، توپانونو او سېلابونو له کبله په انساني مرګ ژوبلو خواشینی دی.
نوموړی وايي، د سږ کال د جدي له لومړۍ څخه تر اوسه پورې ۱۶۰ تنه افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان په وروستیو طبیعي پېښو کې د قربانیانو د فاتحې مراسم جوړ شي.
ولسمشر غني د تېرې شپې په وېډیويي وینا کې په تېره یوه نیمه میاشت کې د طبیعي پېښو د قربانیانو د شمېر په اړه وویل:
"د سږ کال د جدي له لومړۍ د دلوې تر ۱۷مې پورې د واورې د ورېدو له کبله ۱۶۰ تنه هېوادوال مو شهیدان شوي او په سلګونو کورونه نړېدلي دي، تر ټولو زیات تلفات په نورستان، بدخشان او غزني ولایتونو کې اوښتي دي."
په عین وخت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک وايي، یوازې په تېرو ۳ ورځو کې نېږدې ۱۲۰ تنه د درنو واورو او برفکوچونو له امله مړه شوي دي.
په نورستان کې تر ۵۰ زیات کسان مړه شوي.
په بدخشان او پروان کې هم ۴۰ تنه له ژونده بېبرخې شوي دي.
په مجموع کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې پرلهپسې وارورو، توپان او د واورو ښوېیدو تاوانونه او مرګ ژوبلې اړولې دي.
اټکل کېږي چې له دې وروسته به زیاتې واورې ونهاوري خو لا هم خطر شته چې که هوا ژر توده شي، سېلابونه به وبهېږي.
ولسمشرغني وايي، اړوندو ادارو تهیې امر کړی چې د پسرلي پېښو ته هم تیار واوسي.
د سر او مال پر تاوانونو سربېره وروستیو ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لارې هم بندې کړې دي.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وايي، د کابل-کندهار، سالنګ، کابل-جلالاباد، کابل-لوګر، ګردېز او خوست لارې به نن پرانیستل شي.