د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د درنو واورو اورېدل، دلارو بندېدل او د افغان حکومت چمتووالی


درنو واورو د افغانستان په مرکز، شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې د ځينو سيمو مواصلاتي لارې تړلې دي.​

افغان چارواکي وايي، واورو يوازې په بدخشان کې د څوارلسو او په سرپل کې د دوو ولسواليو، دغه راز په باميان کې حاجي ګک کوتل او د غور د ځينې لارې تړلې دي.

چارواکي وايي، د افغانستان په زياتو برخو کې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې درنې واورې شوې دي.

پېښو ته د رسېدګۍ لپاره د دولت وزير ويس احمد برمک تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې دوى پرېکړه وکړه چې په زيانمنونکو سيمو کې د څو ورځو لپاره د وسايطو تګ راتګ ودروي.

ویس برمک
ویس برمک

​نوموړي زیاته کړه:

"څرنګه چې په راتلونکو ۴٨ ساعتونو کې به واوره اوري؛ تصميم مو دا دى هغه لارې چې تګ ورباندې ګران کار دى، خصوصاً په لوړو سيمو کې غځېدلې لارې د ټرافيکو پرمخ تړلي وي چې خداى مه کړه کومه انساني غميزه يا تلفات پېښ نه شي."

بلخوا د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مسؤلین وايي، د سالنګ لويه لار ښايي تر دوشنبې د ترافيکو پرمخ تړلې وي.

پېښو ته د رسېدګۍ لپاره د دولت وزير ښاغلى برمک وايي، پرون په سالنګ کې ٢۵ ځلې واورې ښويېدلي، يا برفکوچونه راغلي دي.

سالنګ
سالنګ

د ده په وينا د باميان په حاجي ګک کوتل کې هم نږدې اتيا کسان تر وارو لاندې راګير پاتې وو.

خو د ښاغلي ويس احمد برمک په وينا، دغه کسان چې ځينې يې پوليس وو، ژغورل شوي دي.

د دې تر څنګ د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار وايي، واورو د دغه ولايت تر لسو د زياتو ولسواليو لارې تړلې دي.

ګل محمد بېدار
ګل محمد بېدار

نوموړي زیاته کړه:

"فعلاً د څلورو ولسوالیو لارې تړلې دي، خو موږ چمتووالی نیولی دی، په دې ولسوالیو کې ګدامونه او کمېټې موجودې دي، که چېرې وضعیت پېچلی شو او ځینو والسوالیو ته مو ځانونه د ځمکې له لارې ونه رسول، دفاع وزارت تل زموږ سره مرسته کړې ده او د خپلو مرستو په اړه اړه یې ډاډ راکړی دی."

د سرپل ولايت محلي چارواکي هم وايي چې واورو د بلخاب او سانچارک ولسواليو لارې تړلې دي.

له غور څخه هم رارسېدلي خبرونه وايي چې تر درنو واورو وروسته د دې ولايت د ځينو ولسواليو او سيمو لارې تړل شوې دي.

په ځينو نورو څنګلورو ولايتونو کې هم د ورته وضعيت راپور ورکړل شوى دى.

افغان چارواکي وايي، په تېرو درېيو اوونيو کې د سړې هوا او درنو واورو کبله په بېلابېلو سيمو کې تر ٣٠ زيات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG