د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ په قم کوتل سیمه کې څلور موټره له مسافرو سره په لاره کې بند پاتې دي.
له بلخابه یوه مسافر چې عبدالعلي نومېږي، د آزادي راډيو خبريال ته وويل، د بلخاب لسګونه اوسېدونکي چې له تېرې شپې راهيسې په قم کوتل کې بند پاتې دي، په ډېر بد وضعیت کې دي.
د ده په وينا، په دغو مسافرو کې کوچنيان، ناروغان او ښځې هم شامل دي.
نوموړی وايي:
"موږ اوس د قم کوتل په سیمه کې یو. دلته تیليفونونه سم انتن نه ورکوي. زموږ تیليفونونه چارج هم نهلري. دلته ايسار پاتې يو. نه د بلخاب خوا ته تلای شو نه بېرته ښار ته راتلای شو. څلور فلانيګ کوچ موټر دي چې ټول پنځوس- شپېته کسان پهکې يو چې واړه، لويان او ډېر واړه کوچنیان راسره دي. له دوو ورځو راهيسې دلته بند پاتې يو. هېڅڅوک پاملرنه نه راته کوي، نه سیمه ييز حکومت او نه مرکز."
په همدې حال کې د سرپل د فواید عامې رئیس زلمی حميدي وايي، د قم کوتل لاره د واورې، بارانونو د زیات ورښت او سخت توپان له کبله د تېرې شپې له ۱۲ بجو راپه دې خوا بنده شوې ده.
د سرپل د فواید عامې رئیس وويل چې مخکې دوی د بلخاب د خلکو شکايتونو ته رسېدلي وو او ورته يې ويلي و چې د واورو د ورېدو پر مهال سفر نهکوي.
زلمي حميدي زیاته کړه:
"توپان ډېر سخت دی. اوس هم توپان دی. واوره ده. موږ یو ميتر لاره نهشو لیدلای. ومو ويل چې تر هغه وخته چې توپان نهوي درېدلی، صبر وکړئ. کله چې توپان ودرېد، لاره به د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي."
په قم کوتل کې بندو پاتو مسافرو ته د پاملرنې په اړه د سرپل د فواید عامې له رئیسه پوښتنه وشوه چې په ځواب کې يې ده داسې وويل:
"هلته يو هوټل دی، نوم یې مشهور هوټل دی. هلته زموږ يو کمپ هم دی. دوی هلته په هغه هوټل کې دي. پر دې سربېره چې موږ ورته ويلي و چې پر دې لاره مه ځئ دلته ستونزه ده خو دوی بیا هم راغلل او اوس په هغه هوټل کې دي او ستونزه نهلري."
بلخاب ولسوالي د سرپل ولايت له مرکزه ۱۸۰ کيلو متره واټن لري او د دې ولايت له هغو ولسوالیو څخه ده چې ډیرې واورې پهکې اوري.
د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د سختو موسمي شرايطو له کبله سږ کال نهدي توانېدلي چې خپل حاصلات بازار ته یوسي.