د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د بدخشان مایمي ولسوالۍ کې واوري ښوېدو ۱۲تنه وژلي


د بدخشان مایمي ولسوالۍ کې دواورې ښوېدو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس سید عبدالله همایون دهقان ازادي راډيو ته وویل چې یاده واوره تېره شپه د دغه ولسوالۍ برغت کلي کې پر ۲۵ کورونو را ښوېدلې چې دوه کورونه یې په بشپړه توګه لاندې کړي او پاتې نور یې تخریب کړي دي.

دهقان زیات کړه چې په وژل شویو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شامل دي.

دهقان زیاته کړه چې یادې ولسوالۍ ته ټولې لارې د درنو واورو اورېدو له امله بندې شوي خو دوی هڅه کوي چې زیانمنو شویو کورنیو ته د هوا له لارې مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په یو شمېر مرکزي، شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د درنو واورو اورېدو له امله مواصلاتي لارې بندي شوي دي.

XS
SM
MD
LG