د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

سیګار: افغان حکومت فساد ضد مبارزه کې پرمختګ، خو په نیم هېواد کنټرول بایللی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش په تازه راپور کې ویل شوي چې یوازې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د امریکا سرمفتش جان سوپکو د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت ته په خپل لومړني راپور کې ویلي چې د افغانستان حکومت د شااوخوا نیم هېواد کنټرول په لاس کې لري، د امنیتي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی او د مخدره موادو تولید په ډېرېدو دی.

جان سوپکو
جان سوپکو

په راپور کې یوه رڼه یا مثبته خوا په اداري فساد کې د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.

په راپور کې یادونه شوې، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو وروسته واک په لاس کې واخیست، په افغانستان کې یې د فساد پر ضد په پراخه پیمانه مبارزه پیل کړه.

د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش دفتر په ۲۶۰ مخیز راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د دوی دا درې میاشتنی راپور د امریکا نوي ولسمشر ته د افغانستان په اړه لومړنی راپور دی.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په شلمه رسماً قدرت ترلاسه کړ.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې دا د امریکا نوې ادارې ته ښه فرصت دی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې ۱۱۷ میلیارد ډالره لګولې پیسې وارزوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د سیګار د تازه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو دفاع وزارت د سوپکو د راپور دا برخه چې د افغانستان حکومت د هېواد پر نیمايي حاکمیت لري، په کلکه رد کړه.

دفاع وزارت د سیګار راپور په کلکه رد کړ
دفاع وزارت د سیګار راپور په کلکه رد کړ

یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د سوپکو دفتر د څېړنو په نتیجه کې په یوه مورد کې د ۹۹ میلیون ډالرو قرارداد لغوه شوی.

دا قرارداد د امریکا د پانګونې ادارې له لوري په کابل کې د یوه هوټل او اپارتمانونو د جوړولو په اړه و.

د سیګار اداره په ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته له دې جوړه شوه چې په افغانستان کې د افغان یا امریکايي قراردادیانو له لوري د امریکايي مالیه ورکوونکو د سلګونه میلیونه ډالرو د ضایع کېدو یا خوړل کېدو راپورونه خپاره شول.

سوپکو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له پنځلس کلونو او د میلیارډونو ډالرو له لګېدو وروسته بیارغونه لا هم ترینګلې او ناممکله ده.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونه د یاغیانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د مرستندویانو مرستې، څارنې او د امریکا د پوځ محدود تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG