د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

سیګار: افغان ځواکونه د خپل هېواد د بشپړ امنیت ساتلو توان نلري


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی مفتش وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونه تر اوسه ددې توان نه لري چې د خپل هیواد امنیت په بشپړه توګه وساتي او دا ځواکونه باید خپل امنیت په سمه توګه وساتي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه‎شي.

په دې اړه سیګار د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی چې په‎کې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه پوښتنه راپورته شوې.

سیګار چې د افغانستان د بیارغونې څارنه کوي؛ وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه‎دي توانیدلي چې د ټول هېواد امنیت وساتي له همدې کبله یې ځینې سیمې له لاسه ورکړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د سیګار له دې موندنو سره موافق نه‎دی.

د دفاع د وزات د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، په تېر یوه کال کې د ملي اردو ځواکونو څو سیمې له وسله‎والو پاکې کړي.

ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم ښاغلي رادمنش ځینې ستونزې ومنلې، خو ټینګار یې وکړ چې د ملي اردو لپاره د بشپړو تجهیزاتو برابرول به پاتې ستونزې هم هوارې کړي.

د دفاع د وزات د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع د وزات د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"زموږ وړتیا له هغو تجهیزاتو او وسلو سره تړلې چې په لاس کې مو دي. هر څومره چې موږ وکولای شو د خپلو ځمکنیو قطعاتو ملاتړ وکړو، په هره اندازه چې زموږ د توپچي، ټانک، زغروالو او هوايي ځواک په لرلو کې ډېر ملاتړ وشي او سم اکمالات ولرو، په هماغه اندازه موږ پیاوړې کیږو چې کولای شو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې نور فعالیت وکړو."

خو د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو مفتش جان سوپکو وايي:

د لسګونو میلیاردو ډالرو مرستو سربېره هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو وړتیا لازم حد ته نه‌ده رسیدلې.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو مفتش جان سوپکو
د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو مفتش جان سوپکو

نوموړی وايي، امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ۶۴ میلیارډه ډالر د افغانستان اردو، پولیسو او هوايي ځواک سره مرسته کړې چې په دې کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تقریباً درې نیم میلیارد ډالره هم شامل دي.

د سیګار په راپور کې د امریکا د دفاع د وزارت له قوله دا هم ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونه په مجموعي توګه یوازې کولای شي چې د لویو مرکزونو او د ګڼ مېشتو ښارونو امنیت وساتي.

خيالي سرتیري:

د دې راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې لسګونه زره خیالي سرتیري موجود دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بایو میټریک د سیسټم په پیاوړتیا برخه کې شته ستونزې هواریږي او د ملي اردو ټول سرتېري په دې سیسټم کې ثبتیږي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، مخکې د خیالي سرتیرو د موجودیت په اړه خبرې شوي وې خو دا ستونزه اوس هواره شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

ښاغلی دانش وايي:

"د پولیسو د هغو افرادو په اړه چې هېڅ نه‎شته یو پلاوی ټولو ولایتونو ته سفر وکړ او د پولیسو لیکي یې له نېژدې وڅېړلې. د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ځینې ستونزې وې چې موږ هوارې کړې او دا مهال دا ستونزه حل شوې ده."

د افغانستان ملي اردو او پولیسو د ۲۰۱۵ میلادي کال د پیل راهیسې د ټول هېواد امنیتي مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د امریکا ځانګړي مفتش په راپور کې ویل شوي، لومړی کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ډېر ستونزمن و او دوی په دې کال تر پنځو زرو سرتېرو زیات تلفات لرل، خو ۲۰۱۶ میلادي کال تر پخوا هم له ډېرو تلفاتو سره مل و.

د دې ټولو هڅو او قربانیو سره د امریکا پوځ د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګسټ کې وویل، د افغانستان په سلو کې څه باندې ۶۳ خاورې د دې هېواد د حکومت په واک کې ده.

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په نوومبر میاشتې کې یې په سلو کې پر ۷۲ برخه خاوره حاکمیت درلود.

XS
SM
MD
LG