د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

سیګار: ۲۰۱۶ کال کې د افغان پوځيانو وژنه ٣۵ فيصده زياته وه


د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا سرمفتش ادارې په يوه راپور کې ويلي چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات د ٢٠١۵ میلادي کال په نسبت ٣۵ فيصده زيات وو.

سيګار په يوه راپور کې ويلي چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې د مخکني کال يعنې ٢٠١۵ میلادي کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو يعنې سرتېرو او پوليسو وژنې ٣۵ فيصده زياتې وې.

د دې ادارې په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې د ٢٠١٦ میلادي کال د جنورۍ له اولې د نوامبر تر ١٢مې ٦زره ٧سوه پنځه اتيا سرتېري او پوليس وژل شوي دي.

د راپور په حواله په دې موده کې ١١ زره او ٧٧٧ نور سرتېري او پوليس ټپيان شوي دي.

د سيګار په راپور کې ويل شوي چې د وژنو دغه ارقام د ٢٠١۵ میلادي کال د ارقامو په پرتله ٣۵ فيصده زياتوالى ښيي.

راپور وايي، په ټول ٢٠١۵ میلادي کال کې ۵ زره افغان سرتېري او پوليس وژل شوي وو.

د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش مو پوښتلى چې ولې په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغان پوځيانو په ځانګړي ډول سرتېرو تلفات زيات وو.

هغه وويل افغان سرتېرو تېر ميلادي کال زياته مرګ ژوبله درلوده، خو دوى ګڼې سيمې له امنيتي تهديداتو خلاصې کړې دي.

رادمنش: ګڼې سیمې د وسله والو له ګواښونو خلاصې شوي.
رادمنش: ګڼې سیمې د وسله والو له ګواښونو خلاصې شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ٢٠١٦ میلادي کال کې زيات تلفات درلودل، خو زياتې سيمې مو له تهديداتو هم خلاصې کړې دي، لکه د پکتيا جاني‌خېلو ولسوالۍ، د پکتيکا اومنه، د بدخشان تګاب او راغستان، د تخار درقد، د ارزګان ګېزاب او د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ چې اوس‌يې امنيتي وضعيت ډېر ښه دى، په دې کال کې زموږ حاکميت زيات شوى دى."

افغان امنيتي ځواکونو له ناټو ځواکونو څخه امنيتي مسؤليتونه په ٢٠١۵ میلادي کال کې پر غاړه واخيستل.

د بهرنيو قواوو جنګي مأموريت په ٢٠١۴ میلادي کال کې په افغانستان کې پای ته ورسېد.

په ډنمارک کې مېشت د پوځي مسايلو تحليل‌ګر اسد لله پيام وايي، د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ-ژوبلې د زياتېدو يو علت د دوى لپاره د يوې ښې رهبرۍ نشتوالى دى.

په ډنمارک کې مېشت د پوځي مسايلو تحليلګر اسد الله پيام
په ډنمارک کې مېشت د پوځي مسايلو تحليلګر اسد الله پيام

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي اردو، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت د سوق او ادارې مقامونه ضعيف دي، د ادارې کولو توان نه‌لري چې پر تلفاتو تأثير لري، د دې لپاره چې خيالي عسکر شته او خيالي وسلې وېشل شوې دي، احتمالاً ځينې يې خرڅې شوې دي، کله چې علت پوښتل کېږي چې ولې مو ماتې وخوړله، هغوى تلفات ورښيي او خيالي سرتېري هم په تلفاتو کې ورکول کېږي."

د امريکا او ناټو مقاماتو تمه درلوده چې افغانان به ښايي په ٢٠١۵ میلادي کال کې له ښه او خوندي ژوند څخه برخمن وي، خو په دې کال په افغانستان کې امنيتي وضعيت لا هم د ډاډ وړ نه‌و.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون ټينګار کوي چې د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د ولايتونو پر مرکزونو يې د وسله‌والو طالبانو حملې شنډې کړې دي.

افغان امنيتي ځواکونو ته زياته مرګ-ژوبله په مستقيمو ډزو او نښتو کې اوښتې، په دې معنى چې پر دوى د وسله‌والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو له‌خوا مستقيمې حملې شوې دي، د سړک غاړې د بمونو او ماينونو چاودنه هم د افغان قواوو د تلفاتو لوى علت ګڼل کېږي.

دفاع وزارت وايي په ٢٠١٦ میلادي کال کې د دولت د زرګونه وسله‌والو مخالفینو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG