د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د نورستان والي: د دواب جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده


د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د درېیمې ورځې لپاره هم جنګ روان دی او د جګړې دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو او خپلو پرمختګونو ادعاوې کوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل تېره شپه په دواب کې نسبتاً ارامه تېره شوې، خو سهار بیا جګړه شدیده شوې او ټوله ورځ‌يې دوام کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"جنګ نن هم ادامه لري او زموږ مېړنیو ځواکونو هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او جنګ تر اوسه پورې ادامه لري."

والي وايي، تر دې دمه افغان ځواکونو د وسله‌والو هر برید پر شا تمبولی چې په‌کې يې درې برید کوونکي وژلي او پنځه‌يې ټپیان کړي دي.

د نورستان والي: په دې جګړه کې افغان پوځیانو ته تلفات نه دي اوښتي.
د نورستان والي: په دې جګړه کې افغان پوځیانو ته تلفات نه دي اوښتي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي اوښتي.

"د پولیسو په صفونو کی تر اوسه کوم تلفات زخمي او شهید نه‌لرو."

هغه وویل له لغمان او د نورستان له درېیو ولسوالیو وسله‌وال مخالفین راجمع شوي او غواړي چې دغه ستراتیژیکه ولسوالۍ ونیسي، خو هلته پراته افغان سرتېري ورته د پرمختګ اجازه نه‌ورکوي.

حافظ عبدالقیوم وویل چې دواب ته د لارې بندېدو په وجه د سیمې اوسېدونکي د خوراکي موادو د کمي او نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې جنګ وي لاره بنده وي، خوراکي مواد خلکو ته نه‌رسېږی نور مواد ورته نه‌رسېږی د جنګ له امله لاره بنده ده سړک په سر باندې تقریباً امنیتي پوستې دي د هغوی سره جنګ دی او داسې اطلاع هم رارسېدلې ده چې دوه ځایه‌یې له غره تیږې راغورځولي لاره‌یې بنده کړې ده."

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي عبدالطیف نهضت‌یار ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې دواب کې جګړه روانه ده چې په‌کې دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"جنګ جریان لري، د دواب او نورګرام تر منځ لاره بنده ده، په څو ځایونو کې وسله‌والو طالبانو سړک ته له غره تیږې راغورځولي او سړک‌يې بند کړی دی، څلورو خواو ته طالبان په ډېر تعداد باندې راټول شوي دي تقریباً درې دانې دهشکې لري دوه هاوانونه لري نور راکټ، پیکا اوکلاشینکوفونه لري، ماته چې له سیمې امنیتي مسؤلینو کوم معلومات راکړي په هغه کې درې وسله‌وال وژل شوي او پنځه ټپیان دي، په دوه کورونو هاوانونه لګېدلي چې په یوه کور کې یوه زړه ښځه او یو سپین ږیری سړی ټپیان دي."

هغه له مرکزي دولته وغوښتل چې باید په دواب کې د پرتو افغان سرتېرو د مرستې لپاره باید هوايي ځواک سیمې ته ولېږل شي څو د مخالفینو درنې وسلې له‌منځه یوسي او جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم چې اوس هلته د پرتو افغان ځواکونو مورال لوړ دی، خو باید په دې اکتفا ونه‌شي او لازمه ده چې مرستې ته‌يې هوايي ځواک ورولېږل شي څو ځایه بمباري وکړي او د طالبانو برید په بشپړ ډول په شا کړي."

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې تر اوسه‌يې د دواب ولسوالۍ درې امنیتي پوستې نیولي، ګڼو دولتي سرتېرو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې او زیات شمېر وسلې او جنګي مهمات‌يې هم لاس ته راوړي، خو دولتي مسؤلین د طالبانو له‌خوا شوې ادعا ردوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG