د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د نورستان استازي: وسله‌والو دواب او منډول ولسوالۍ محاصره کړي


په ولسي جرګه کې د نورستان خلکو استازي وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو په محاصره کې او له جدي ګواښ سره مخ دي خو مرکزي حکومت دغې مسئلې ته پام نه‎کوي.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که امنیتي ارګانونه ژر دغې مسئلې ته پام ونه‎کړي دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي او خلک به‌یې له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

په ولسي جرګه کې د نورستان خلکو استازي احمدالله مؤحد په دې اړه وویل:

"د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ له یوې اوونۍ راهیسې د وسله‎والو په محاصره کې دي او دولت تر اوسه په دې برخه هېڅ پرېکړه نه‎ده کړې، څو-څو ځلي دغو ولسوالیو سقوط وکړ او په لسګونه افغان پولیسو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته په دغې سیمه کې د کانونو او کورونه ویجاړ شول که د دغه وضعیت څخه مخینوي ونه‎شي نو په دواب ولسوالۍ کې به له دې هم خطرناک وضعیت راشي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د نورستان ولایت سرپرست حافظ عبدالقیوم نن سهار ازادي راډیو وویل، وسله‎والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې د دواب ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ییزې حملې کړي او د افغان ځواکونو او وسله‎والو تر منځ اوس هم په شدت سره جګړه روانه ده.

نورستان د افغانستان په شمال ختیځ کې له ستراتیژیکو او کلیدي ولایتونو څخه دی چې تل د شدیدو ناامنیو شاهد وي.

په ولسي جرګه کې د نورستان خلکو یوې بلې استازې پروین نورستانۍ هم ازادي راډیو ته وویل، که د دغه ولایت امنیت ته پاملرنه ونه‎شي د افغانستان شمال او ختیځ به هم د وسله‎والو مخالفنیو له جدي ګواښونو سره مخ شي.

بل‎خوا د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د نورستان دواب ولسوالۍ اوس‎مهال له ګواښونو تصفیه شوې او افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې له دغې ولسوالۍ نه وسله‎وال په شا وتمبوي.

رادمنش: د نورستان دواب ولسوالۍ اوس‎مهال له ګواښونو تصفیه شوې
رادمنش: د نورستان دواب ولسوالۍ اوس‎مهال له ګواښونو تصفیه شوې

ښاغلی رادمنش زیاتوي:

"دواب ولسوالۍ چې نورستان ولایت پورې مربوط ده په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله‎والو مخالفینو هلته ځیني تحرکات درلودل، د ملي اردو ځواکونه هلته دي او وسله‎والو مخالفینو ته‌یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ چې په نتیجه کې ځیني وسله‎وال ووژل شوو او ځیني هم ټپیان شول چې اوس‌مهال د دواب ولسوالۍ د مخالفینو له ګواښ څخه تصفیه شوه."

په ورته وخت کې پوځي کارپوه حی‌ګل سلیمان‌خېل ازادي راډیو سره په خبرو کې نورستان د افغان حکومت لپاره یوه ستراتيژیکه سیمه یاده کړه او ویې‌ویل، اړتیا ده چې د دغه ولایت امنیت خوندي وي او په یاد ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات ورسول شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG