د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

نورستان والي: دواب ولسوالۍ کې لاهم جګړه دوام لري


د نورستان والي وايي په دواب ولسوالۍ کې د وسله‎والو او افغان ځواکونو جګړه لاهم دوام لري.

حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎وال پر دواب ولسوالۍ د پرونۍ حملې په دوام له ماتې وروسته لیرې پرتو غرونو ته په شا شوي دي.

ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه:

"هغوی د ولسوالۍ په ځینو شاوخوا غرونو کې اوس هم موقعیت لري. زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې له هغو ځایونو څخه‌یې وباسي."

د نورستان والي په جګړه کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل.

د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره ورځ سهار وختي تر ۴۰۰ تنو پورې وسله‎والو د دواب ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه خو افغان ځواکونو یې په وړاندې کلک مقاومت وکړ.

XS
SM
MD
LG