د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

هلمند کې د افغان سرتېرو مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه


په هلمند کې چارواکي هغه راپورونه ردوي چې ګوندې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په یاد ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې لښکرګاه ته نږدې د چاه انجیر او بشران په سیمه کې یې سرتېرو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې چې هغوی د طالبانو سره د یو جوړي له مخې شاتګ وکړ.

نوموړي وویل چې له طالبانو سره هیڅ ډول جوړجاړی نه دی شوی.

خو لښکرګاه ته نږدې د چاه انجیر او بشران په سیمه کې سلګونو افغان سرتېرو ته رښتیا څه پېښ شوي دي؟

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالحي اخندزاده هم دا رد کړه چې ګوندې افغان سرتېري دې په سیمه کې د کوم جوړجاړي په نتیجه کې په شاه شوي وي او له دې کبله دې مرګ ژوبله ور اوښتې وي.

د اخندزاده په وینا د ملي اردو، ملي پولیسو او سرحدي پولیسو شااوخوا څلور سوه سرتېري د بشران په سیمه کې څلور پنځه ورځې محاصره وو.

طالبان تر دوی پر نورو لارو د لښکرګاه خواته مخ ته راغلي وو او د دوی شااوخوا ساحه یې په ماینونه فرش کړې وه چې یاده مرګ ژوبله ور اوښتې.

عبدالحي اخندزاده زیاته کړه:

"سرتېري مجبور شول چې لښکرګاه ته په شا شي، ټانکونه او نور وسایل هم ورسره وو، کله چې د شپې راوتل، یا پر ماینونو ختل او یا د طالبانو له خوا په لایزر ویشتل کېدل، په دې کسانو کې اتیا یا نوې کسان شهیدان شوي، څلوېښت یا پنځه څلوېښت ټپیان شوي چې هغه هم ښايي وروسته طالبانو وژلي وي، یو څلوېښت کسان یې تسلیم شوي او د اتیاو په شااوخوا کې کسان توانېدلي چې له محاصرې ووځي."

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه، د والي او په سیمه کې د پوځي قوماندانانو په شمول مرکزي او محلي چارواکو د دې محاصره شویو سرتېرو په برخه کې ناغېړې او ناپامي کړې او له دوی سره یې د محاصرې په ماتولو کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

نوموړي په ځانګړې توګه په هلمند کې د اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان نوم واخیست.

خو عبدالجبار قهرمان دا نه مني چې ګوندې د محلي چارواکو تر منځ نه هم غږې دې د دې سرتېرو د درنې مرګ ژوبلې سبب شوي وي.

په هلمند کې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان
په هلمند کې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان

ښاغلي قهرمان ازادي راډیو ته وویل:

"دا خلک چې داسې مسایل یادوي دوی له مسایلو ناخبره خلک دي، کله چې ولسمشر د ورځې لس ځلې له محلې چارواکو سره اړیکې نیسي او محلي چارواکي هم ټول ورځ د هلمند په هرکونج او کنار کې له خپل پرسونل سره تماس کې وي نو دې کې ناهماهنګي ځای نه لري، د امنیتي سکتورونو مسؤلین په مرکز کې شپه او ورځ د هلمند د خوندیتوب لپاره غور کوي، دا د هلمند جګړه چې تر اوسه مهار هم ده دا ټوله د مرکز جدي پاملرنه، په سیمه کې ګډه همکاري او د نړیوالو دوستانو ښه ملاتړ دی."

ښاغلي قهرمان په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه له مبالغې ډک وبلل او ویې ویل چې د دوی مرګ ژوبله ترهغې څو چنده کمه ده چې په راپورونو کې ویل کېږي.

نوموړي ومنله چې یو شمېر سرتېري له طالبانو سره اسیر شوي، خو د دوی دقیق شمېر او د اسیرېدو د څرنګوالي په اړه یې له څه ویلو ډه ډه وکړه.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

تر دې مخکې د هلمند والي حیات الله حیات هم له ازادي راډیو سره خبرو کې په هلمند کې د افغان سرتېرو د وژل کېدو په اړه د رسنیو وروستي راپورونه له مبالغې ډک بللي و او ویلي یې وو چې په تېرو دوو اونیو کې یې څلوېښت سرتېري وژل شوي او پنځه څلوېښت یې ورک دي.

نو که د امنیتي ادارو ترمنځ هم غږي شته، هلمند ته تازه دمې سرتېري او اکمالات هم رسېږي بیا ولې د لښکرګاه ښار ته پېښ ګواښ له منځه نه ځي او ولې افغان سرتېري پرلپسې مرګ ژوبله ګالي؟ په هلمند کې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو د اوپراتیفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان یې په اړه وايي:

"پر هلمند باندې ساده جګړه نه ده تحمیل شوې، د سیمې په کچه او له سیمې ور اخوا د افغانستان دښمنانو لاس سره یو کړی چې دوی باید په افغانستان کې ځاله ولري او د دې ځالې لپاره هغه ځای چې ستراتیژیک اهمیت لري هغه هلمند دی."

بل خوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند جنرال «چارلس کلیفلنډ» په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو وروستي تلفات د اندېښنې وړ بللي دي.

نوموړي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته په یوې مرکې کې ویلي چې دوی د افغانستان د امنیتي او دفاعي سرتېرو د مرګ ژوبلې وروستیو شمېرو اندېښمن کړي او له افغان چارواکو سره کار کوي څو دا شمېرې راکمې شي.

XS
SM
MD
LG