افغانستان
هلمند چارواکي: لښکرګاه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

د هلمند چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو تهیې د لښکرګاه ښار پر درېیمه حوزه کې د برید پر مهال درانه تلفات اړولي دي.
طالب وسلهوالو پرون د لښکرګاه په لوېدیځه برخه کې د درېیمې حوزې پر بولان سیمه درنې حملې وکړې او ځینې سیمې یې ونیولې خو د هلمند والي وايي، ډېری سیمې یې له طالبانو څخه بېرته نیولي دي.
حیاتالله حیات ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو مرمۍ اوس لښکرګاه ته نهرسېږي او ځکه پر ښار توغندي ولي.
ښاغلي حیات زیاته کړه:
"اوس یوازنی غیر انساني تکتیک چې دښمن د ماینونو د اېښودلو او د خلکو له کورونو د کار اخیستو تر څنګ کار ترې اخلي، دا دی چې له ډېر لیرې واټنه پر ښار توغندي راخوشې کوي."
ښاغلي حیات وویل، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جګړو کې ۸۵ وسلهوالو طالبان وژلي دي.
د هلمند والي د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه وویل، د محلي پولیسو یو قوماندان او شپږ سرتېري د طالبانو په انتحاري حمله کې وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کابل کې د تیلو او ګازو بيې لوړې شوې دي

په کابل کې د تیلو او ګازو بیې زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال په کابل کې یو لیټر تیل په اتیا او يو کیلو ګاز په شپیته افغانۍ پلورل کېږي.
تر دې مخکې یو لیتر تیل شاوخوا شپیته افغانۍ پلورل کیده.
د پلازمېنې ګڼو اوسیدونکو د تیلو او ګازو د بییو لوړیدو ته اندیښنه ښکاره کړې ده.
په کابل کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اکثرو خوراکي موادو بیې هم وروسته تر دې لوړې شوې، چې د سالنګ لویه لاره د رغاونې لپاره بنده شوه.
په کابل کې چارواکي وایي چې په نړیوالو بازارونو کې د سون د موادو بیې زیاتې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول پاکستاني مقام سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر عباس جیلاني سره د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
جوزیپ بوریل په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په دې خبرو کې د افغانستان او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشوې.
تر دې مخکې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتو د اته اویایمې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.
دا لیدنې کتنې په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان یو پلاوی په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په خبرو بوخت دی.
فایق: په افغانستان کې بشري سرغړونې دې په دقت وڅارل شي

په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي د طالبانو له لورې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې د ادامې غوښتنه وکړه.
په نیویارک کې پرون له جنسیتي اپارتاید سره د مبارزې په نوم غونډه کې نصیر احمد فایق دا هم وویل چې د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره دې بشري مرستې نه دریږي.
په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ، د یوشمیر هیوادو سفیرانو او د بشري حقونو یو شمیر فعالانو برخه اخیستې وه.
'سي پي جی' چک جمهوریت ته: د ایسټوریز خبریالانو امنیت تضمین کړئ

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې په چک جمهوریت غږ کړی چې د خپلواکې تحقیقاتي خبري ویبپاڼې، 'ایسټوریز' خبریالانو ته د ورپېښو خطرونو په اړه تحقیقات وکړي او د خبریالانو امنیت يې تضمین کړي.
د روان کال د مارچ او سپټمبر میاشتو ترمنځ 'ایسټوریز' د خطر څلور پیغامونه ترلاسه کړي وو.
په پیغامونو کې د 'ایسټوریز' د دوو خبریالانو، چې په پراګ کې ژوند کوي نومونه، ادرس او د سفر ټول جزییات ورکړل شوی وو.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د 'ایسټوریز' د دې دوو خبریالانو په ګډون زیاتره کارکوونکی په چک هېواد کې ځای پر ځای شوي دي.
وېسټ له جیلاني سره د افغان ښځو، بشري وضعیت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره يې د ښځو او نجونو د ملاتړ او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
وېست نن پر خپلې ایکسپاڼه لیکلي، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸ ناستې په څنډه کې يې له جیلاني سره کتلي دي.
وېسټ زیاته کړې، په دې کتنه کې يې د ګډو امنیتي ګټو په اړه هم خبرې کړي دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګیو پورته له زده کړو راګرځولي او د تېر کال په وروستیو کې يې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم منع کړې.
طالبانو په ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او پارکونو او نورو تفریحي ځایونو ته یې ښځې له تګه راګرځولي دي.
د امریکا حکومت تازه تللیو افغانانو ته د استوګنې لنډمهاله اسناد ورکوي

د امریکا حکومت هغو افغانانو ته چې تازه دې هېواد ته رسېدلي د قانوني استوګنې لنډمهالي اسناد ورکوي.
کوم افغانان چې له څه باندې یو کاله هلته اوسېږي له دې اسانتیا برخمنېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت پرون اعلان وکړ هغه افغانان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې وروسته او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له شلمې مخکې امریکا ته ننوتي لنډمهالي اسناد ترلاسه کوي.
د اعلان له مخې په دې پروسه کې ټولټال ۱۴۶۰۰ افغانان شاملېږي.
د امریکا اوسنۍ پرېکړه هلته د یادو افغانانو د دایمي استوګنې یا د تابعیت کومه اسانتیا نه برابروي.
یواځې تر ۲۰۲۵ کاله به هلته دوی اوسېدلی شي او تر هغه وروسته به بیا اسناد له سره نوي کوي.
'ډبلیو ایف پي' بیا اړو افغانانو ته د مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو د دوام لپاره یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه.
د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، وویل: "په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وکړو."
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ټولټال ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري.
د طالبانو له لوري په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیزونو له افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو منفي اغېز شیندلی دی.
د یوناما مرستیال سره د کرزي او عبدالله لیدنه؛ په مرستو او د نجونو پر زده کړو غږېدلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره وکتل.
حامد کرزي پرون ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په دې کتنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې وشوې او افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې او له دې کبله له پرلهپسې انتقادونو سره مخامخ دي.
په کندز کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

په کندز کې پرون پنجشنبې د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون جوړ شو.
د طالبانو د کندز د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا یو ورځنی نندارتون د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د نوې لار انکشافي او ټولنیزې موسسې له لوري د کورنیو د اقتصاد او کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره جوړ شو.
طالبان: د هرات ادرسکن کې د جستو او سُربو د کانونو استخراج پیل شوی

په هرات کې طالب چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د جستو او سُربو د کانونو استخراج پیل شوی دی.
د طالبانو په حکومت پورې تړلي باختر خبري اژانس پرون پنجشنبې په هرات کې د طالب چارواکو په قول په دې باب خبر خپور کړ خو ډېر جزییات ورنه کړل.
دې اژانس ویلي چې په وروستیو کې په هرات ولایت کې ۱۳ ډوله کاني مواد کشف شوي دي.
طالبانو په وروستیو دوو کلونو کې د خپل عاید د ډېریدو لپاره د کانونو استخراج ته زور ورکړی دی.