د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

سیګار: د تېر کال په پرتله د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې ادارې نن وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، په تخمیني ډول په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه زره تنه وژل شوي وو او ۱۵ زره تنه نور ټپيان شوي وو.

خو د افغان ځواکونو د مرګ‎ژوبلو میزان په روان کال کې لوړ بلل شوی.

د سیګار د درې میاشتني رپوټ له مخې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ له لومړي نه د اګسټ تر ۱۹مې د افغان امنیتي ځواکونو ۵۵۲۳ تنه وژل شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي چې ۹۶۶۵ تنه سرتېري په همدې موده کې ټپيان شوي هم دي.

جنرال دولت وزیري دفاع وزارت ویاند
جنرال دولت وزیري دفاع وزارت ویاند

د افغانستان د دفاع وزارت د مرګ ژوبلې زیاتوالی تائیدوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې باب ازادي راډیو ته وویل:

"په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې د تېرو کلونو په پرتله د ملي اردو د تلفاتو شمېر نسبتاً زیات دی او دا لامل لري. له ۲۰۱۵ کال نه مخکې د بهرنیو ځواکونو له طالبانو او ترورېزم سره په جګړه کې وو او موږ د دوی تر څنګ جګړې ته دوام ورکاوه او له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه موږ مستقلانه دفاع کوو."

ښاغلي وزیري په روان کال کې د تلفاتو شمېر یاد نه‎کړ.

د دفاع وزارت ویاند وویل چې افغان ځواکونو ته ۷۰ سلنه مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو د چاودېدو له امله اوړي.

ده زیاته کړه چې د تلفاتو د کمولو لپاره‌یې په اقدامونو لاس پورې کړی دی.

افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن تېره اوونۍ وویل چې د پولیسو او اردو د ډېرو واحدونو په مشرتابه کې ضعف په امنیتي ځواکونو کې د مرګ ژوبلو د زیاتوالي لامل ګرځي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند وویل چې د پوځي واحدونو د مشرتابه د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

وزیري: پوځي واحدونو د مشرتابه د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.
وزیري: پوځي واحدونو د مشرتابه د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په اردو کې د مشرتابه د روزلو په خاطر ډېر پام شوی دی. د ټولي، بلوک او ډلګي د قوماندانانو لپاره ښوونځي او اکاډمۍ جوړې شوي. دا کار ستونزمن دی او ډېر کار غواړي."

د افغانستان امنیتي ځواکونه له څه کم دوو کلونو راپدې‌خوا په هېواد کې د امنیت تأمین په غاړه لري.

دا مسؤلیت له هغه وروسته افغان ځواکونو ته ورپه غاړه شو چې ناټو محاربوي مأموریت په افغانستان کې پای ته ورساوه او په دې هېواد کې یې د سلا مشورو او زده‎کړو مأموریت پیل کړ.

د رپوټونو له مخې طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو په روان کال کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

ویل کېږي چې طالبانو د سږ کال په دوبي کې د بریدونو په زیاتولو هڅه کړې څو د یوه مهم ولایت د مرکز کنټرول لاس ته راوړي.

خو افغان امنیتي چارواکو پرله‎پسې ویلي چې امنیتي ځواکونه دا توان لري چې د مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي او پر ضد یې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG