د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

کلېفلېنډ: کمزورې رهبرۍ، افغان ځواکونه تسلیمېدو ته اړ کړي


د افغان حکومت د مشرتابه او ځيني امنیتي چارواکو وروسته په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو مأموریت انتقاد کوي او وايي چې افغان ځواکونه د کمزورې رهبرۍ له امله په ځينو ځایونو کې وسله‌والو طالبانو ته تسلیمېږي.

د دې مأموریت ویاند چارلس کلېفلېنډ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د افغان ځواکونو ظرفیت ډېر شوی خو کمزورې رهبري د دې سبب شوې چې په ځيني مواردو کې دې دوی طالبانو ته تسلیم شي.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو مأموریت ویاند چارلس کلېفلېنډ
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو مأموریت ویاند چارلس کلېفلېنډ

ښاغلي کلېفلېنډ زیاتوي:

"هره برخه او ولایتونه سره توپیر لري، هغه څه چې موږ پیدا کړي هغه کمزوری مدیریت دی، کله چې یو سرتېری د کمکي ځواک، تجهیزاتو او خوراکي توکو نه‌شتون احساسوي نو فکر کوي چې ولې وجنګېږي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وسله‌والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د ارزګان مرکز ترینکوټ ته نېږدې د پولیسو په یوه کنډک حمله وکړه او د شاوخوا څلویښتو پولیسو له وژل کېدو وروسته نور یې مخالفینو ته تسلیم شول.

د ارزګان د والي ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې دا کنډک له یوې میاشتې راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې لاندې و.

نه‌ملاتړ، د کافي تجهیزاتو نه‌شتون، په وخت د مرستو او غذايي موادو نه‌رسېدنه هغه موارد دي چې افغان ځواکونو په تصویري، ټولنیزو او غږیزو رسنیو کې ترې ډېر وخت شکایت کړی دی.

جمهور رئیس غني هم ولس ته په وروستۍ وینا کې کندز کې د ناامنیو دلیل کمزوری مدیریت یاد کړ.

جمهور رئیس غني هم ولس ته په وروستۍ وینا کې کندز کې د ناامنیو دلیل کمزوری مدیریت یاد کړ.
جمهور رئیس غني هم ولس ته په وروستۍ وینا کې کندز کې د ناامنیو دلیل کمزوری مدیریت یاد کړ.

د دې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت بیا ويلي چې په امنیتي چارو کې سیاسي لاسوهنې کېږي چې ډېر کله په امنیت بدې اغېزې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړې ډېرې شوي او خلک د خپلو مېنو پرېښودلو ته مجبور شوي دي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلېنډ وايي چې د ناامنیو له زیاتېدو سره وسله‌والو طالبانو غوښتل هلمند او کندز ولایتونه ونیسي خو د ده په وینا طالبانو سخته ماتې وخوړه.

دی وايي:

"په حقیقت کې طالبان کندز او هلمند ولایتونو کې نه‌وو بریالي، دوی په فراه کې هم کامیابۍ ته هیله‌من و چې هیله‌یې د ولایتونو نیول و خو هغه څه چې موږ فکر کوو د افغان ځواکونو په تېره بیا د ۲۰۷ چټکې قطعې غبرګون ډېر ښه و."

ښاغلی کلېفلېنډ وايي چې د کندز او هلمند په جګړو کې بهرني ځواکونه هم د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وو او په هوايي بریدونو کې یې مرسته کړې ده.

له دې سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ډاډ ورکوي چې ناټو ځواکونه به د افغان ځواکونو سره د کړو ژمنو له مخې ولاړ وي او په بېلابېلو برخو کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG