د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

فعالان: ارزګان کې د خوراکي او غېرخوراکي توکو بیې لوړې شوي


د ارزګان ولایت مدني فعالان له مرکزي حکومته غواړي چې ارزګان ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې ولایت یو شمېر مدني فعالانو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، څه باندې یوه نیمه میاشت کېږي چې د ارزګان -کندهار لويه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې او په دغه ولایت کې د خوراکي او غېرخوراکي توکو بيې لوړې شوي دي.

دوی وايي، په یاد ولایت کې له دې سربېره چې د خوراکي او غېرخوراکي توکو بیې لوړ شوي، ورسره وسله‎والو طالبانو مخابراتي شبکې هم بندې کړي دي.

مدني فعال رحیم لله حنیفي او جاوید خپلواک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ارزګان څلور مواصلاتي لارې بندې دي، نوله همدې امله ارزګان کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو بيې درې برابره لوړې شوي.

-ارزګان درېیمه درجه کې دی، نو د ارزګان ټول خوراکي توکي له کندهاره راانتقالېږي، نو هغه لاره وسله‎والو طالبانو تړلې."

مدني فعالان وایي، دولت باید له هغه بې ځایه شویو کورنیو سره چې ګاونډي ولایت کندهار ته له یوه جوړه جامو سره کډه شوي، بېړنۍ مرستې وکړي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي دا مني چې د ارزګان او کندهار ترمنځ لویه لاره اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې او په نوموړي ولایت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي دي.

ښاغلي سرحدي وايي، د لارې د خلاصون لپاره زموږ عملیات اوس هم روان دي او ډېر ژربه دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

ښاغلی سرحدي خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ارزګان سربېره له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د نا امنیو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریف لله شرافت

XS
SM
MD
LG