د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د والي ویاند: ارزګان کې د تسليمو شويو سرتېرو پلټنه پيلوو


د ارزګان چارواکي وايي د هغو سرتېرو د موندنې لپاره‌يې تدابير سنجولي چې وړمه شپه وسله‌والو ته تسليم شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي يوه ډله وسله‌والو د مرکز ترينکوټ په ١٥ کېلو مټرۍ کې د پوليسو پر يوه کنډک حمله وکړه چې په نتيجه کې يې نېږدې ٤٠ تنه سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور وسله‌والو ته تسليم شول.

خو د ارزګان ځينې سياسي څېرې وايي، په دې ولايت کې دولت ضد وسله‌والو د تسليمېدو يو علت د کابل له‌خوا د ارزګان وضعيت او ستونزو ته نه‌پاملرنه ده.

صالح محمد صالح راپور لري:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG