د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

سیګار: د افغانستان ۵۴ سلنه سړکونه بیارغونې ته اړتیا لري


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سړکونو په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش راپور خپور کړی دی.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې پر سړکونو په میلیاردونو ډالر ولګول خو اکثره ترمیم یا بیارغولو ته اړتیا لري.

د افغانستان د بیارغونې خاص سرمفتش جان سوپکو په خپل راپور کې ویلي، امریکايي ادارو له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې د افغانستان د سړکونو پر جوړولو دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیون ډالره ولګول، خو نه مراقبت او د طالبانو بلوا دا سړکونه د له‎منځه تګ له خطر سره مخامخ کړي دي.

په راپور کې یادونه شوې، سره له دې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې "یو.اېس اې.ای. ډي" او دفاع وزارت "پېنټاګون" په افغانستان کې پر سړکونو په میلیاردونو ډالر لګولي، خو دوی د اوږدې مودې لپاره د دغو سړکونو په ساتنه کې زیات بریالي نه وو.

د سیګار په راپور کې راغلي:

که ټاکل شوې وي چې افغانستان داسې اقتصاد ولري چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نړیوالو د مرستو له پای ته رسېدو وروسته په ځان متکي وي، باید د دغه هېواد مواصلاتي لارې ښې کړای شي. خو له بده‎مرغه د افغانستان لویې لارې چې له یوې خوا د اقلیمي شرایطو له کبله زیان ویني او له بلې‎خوا په وخت ترمیم کېږي نه، تر دې هم زیاتې د یاغیانو د ماینونو په وسیله له‎منځه ځي.

د دې راپور له مخې، د افغانستان په سلو کې ۵۴ جوړ شوي سړکونه ترمیم او بیا رغونې ته اړتیا لري.

د امریکا پوځ ویلي چې د افغانستان حکومت د سړکونو د ساتنې توان نه‎لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ماینونو او ورانکاریو له کبله د کابل– کندهار لویه لار نور ترمیم کېدای نه شي بلکې باید له سره ورغول شي.

په دې راپور کې د افغان چارواکو په قول ویل شوي چې د افغانستان په سلو کې ۲۰ سړکونه بیخې ویجاړ شوي او ۸۹ فیصده نور هم په بد حالت کې دي.

د دغو سړکونو د ترمیم او مراقبت لپاره د کال ۱۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا په کندهار کې د نجونو د وضعیت د ښه کېدو په باب لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو:

اوس د کندهار په خلکو کې په تېره بیا په سوداګرو، دولتي مامورینو، پخوانیو مجاهدینو او مذهبي مشرانو کې د نجونو د تعلیم په برخه کې تغیر راغلی دی او نور د پخوا په شان د لویو نجونو له زده‎کړو سره مخالفت نه‎کوي.

ورځپاڼې د کندهار د اوسېدونکو په قول وايي چې د ډېرو خلکو ذهنیت بدل شوی او نه یوازې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي بلکې په تعلیم کې د نجونو او هلکانو د مساوات خبره کوي.

XS
SM
MD
LG