د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

۲۰۱۶ کال کې اداري فساد سره د افغان حکومت مبارزه او خنډونه


د افغان حکومت له هڅو او د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره لاهم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې اداري فساد د یوې لویې ننګونې په توګه پر خپل ځای پاتې دی.

د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وایي، د نورو ستونزو ترڅنګ نړیوالې ټولنې په دې کال کې د اداري فساد له دغې مبارزې ملاتړ نه‌دی کړی.

په داسې حال کې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېر یوه کال کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له جدي هڅو یادونه کړې، خو دغه پدیده لاهم په هېواد کې د یوې لویې ننګونې په توګه یادېږي او خلک له دغې مبارزې خوښ نه‌دي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره هم دا مني چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د لاسته راوړنو تر څنګ د دغې پدیدې په وړاندې ستونزې هم موجودې وې.

د دغې ادارې مسؤلین د مافیایي ډلو موجودیت، د لوړپوړو چارواکو د دوسیو په وړاندې یو شمېر خنډونه، د قانوني ملاتړ نه‌شتون په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د اداري فساد په وړاندې له جدي ستونزو یادوي.

د یادې ادارې د نشراتو برخې رئیس عبدالقهار فرخ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ستونزو تر څنګ نړیوالې ټولنې هم د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې لازمه همکاري نه‌ده کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"له اداري فساد سره د مبارزې اداره په تېر یوه کال کې هېڅ ډول تخنیکي، حمایتي او مالي مرستې له هېڅ یوې نړیوالې ادارې نه‌دي ترلاسه کړي، خو د خصوصي سکټور په برخه کې یې یو شمېر ادارو سره مرستې کړې دي، خو دا نه‌شو ویلی چې څومره دغه مرستې ګټورې ثابتې شوې دي، خو که چېري دا مرستې ګټورې وی اوس به مو ښه وضعیت درلودی."

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل کلني رپوټ کې افغانستان د هغو څو هېوادونو په کتار کې نیولی چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات اداري فساد په‌‌کې موجود دی.

په دې رپوټ کې د ۱۶۶ هېوادونو په اړه معلومات خپاره شوي دي او افغانستان د نړۍ په ۳ هغو هېوادونو کې دی چې د نورو هېوادونو په پرتله اداري فساد په‎کې ډېر دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په لېست کې د افغانستان نوم تر سومالیا او شمالي کوریا مخکې شوی دی.

خو ښاغلی فرخ وایي چې له شته ننګونو سره سره بیا هم افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هڅې کړې دي.

نوموړي د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې عالي شورا جوړول، د تدارکاتو د ملي کمېسیون جوړول ادارې فساد په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایې مرکز رامنځته کېدل له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له هڅو یادوي.

خو د ولسي جرګې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کمېسیون وایي، د نړیوالې ټولنې تر څنګ د افغانستان حکومت هم له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی.

عبدو: افغان حکومت د اداري فساد مخنیوي کې پاتې راغلی.
عبدو: افغان حکومت د اداري فساد مخنیوي کې پاتې راغلی.

د دغه کمېسیون یوه غړي محمد عبدو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه تمه چې خلکو لرله افغان دولت او نړیواله ټولنه ونه‌توانېدل چې په دې برخه کې بریا ترلاسه کړي، هغه مرستې چې شوي یوه برخه‌یې د ډونرانو له‌خوا لګول شوې او په دې برخه کې هم فساد موجود و."

د افغانستان له بیارغونې څخه د امریکا د متحده ایالاتو د څار دفتر یا "سیګار" مشر جان سوپکو هم تر دې وړاندې له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې فساد يوازې افغاني ستونزه نه‌ده بلکې په دې کې ځیني داسې کسان هم شته چې د امريکا دولت ته کار کوي.

جان سوپکو
جان سوپکو

جان سوپکو همدارنګه ویلي چې دوی تر سلو ډېر امریکایان په افغانستان کې د فساد په تور محاکمه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل په کنفرانسنونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له ۳۰ میلیاردو ډالرو د ډېرو مرستو ژمنې کړې دي.

خو نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې دغه مرستې اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په راوستو مشروطې کړې دي او ټينګار یې کړی چې افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان حکومت هم ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.

خو د افغانستان د روڼتیا څار سازمان وایي، د ملي وحدت حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ادارې فساد په برخه کې جدي مبارزه نه‌ده کړې او برعکس د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد کچه زیاته شوې ده.

د دغې ادارې رئیس سید اکرام افضلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان پر حکومت د نړیوالې ټولنې فشارونه کمزوي وګڼل.

افضلي: حکومتي ادارو کې د فساد کچه زیاته شوې.
افضلي: حکومتي ادارو کې د فساد کچه زیاته شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیواله ټولنه تر یوه حده همکاره وه، خو په خواشینۍ سره هغه فشارونه‌یې چې باید پر افغان حکومت راوستلي وی تر څو حکومت د ښې حکومتوالۍ په برخه کې تغییرات رامنځته کړي وی او فساد سره سمه مبارزه شوې وی، دغه کار ونه‌شو او د دې تر څنګ له افغان حکومکت نه د نړیوالې ټولنې غوښتنې هم په واضح ډول نه‌وې."

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوې سروې له مخي په افغانستان کې ۴۶ فیصده خلکو ویلي چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې نړیواله ټولنه جدي نه‌ده.

دې سره هم‌مهاله یو شمېر عام وګړي وایي چې افغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګټور اقدامات نه‌دي کړي او په نړیوالې ټولنې انتقاد کوي چې په افغانستان کې یې له خپلو مرستو سمه څارنه نه‌ده کړې.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالستار وایي:

"نړیوالې ټولنې باید په افغانستان کې له خپلو مرستو څارنه کړې وی او ویلي یې وی چې دغه پیسې چې موږ له افغانستان سره مرسته کړې ده څومره پیسې او په کومو برخو لګول شوې دي."

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، سره له دې چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېرې ادارې جوړې شوې دي، خو په وینا یې چې د لوړوپوړو چارواکو په ګډون تر اوسه د فساد عاملین نه‌دي مجازات شوي.

له دې سره یو شمېر انتقادونه هم موجود دي چې د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې او د مرستو د لګولو په برخه کې له نړیوالو ادارو سره په سمه توګه همغږي نه‌لري.

خو په افغانستان کې د اروپایي ټولنې مسؤلین وایي چې په تېر یوه کال کې د دغې ټولنې او افغان حکومت تر منځ د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه همکاري موجوده وه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي مطبوعاتي سلاکار عبدالله یادګاري ازادي راډيو ته وویل چې دغې ټولنې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ادارې فساد سره د مبارزې په تړاو د افغان حکومت په همکارۍ کنفرنس جوړ کړی او خپل وړاندیزونه‌یې ورته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"اروپایي ټولنې دغه وړاندیزونه څارلي او د افغانستان دولت سره په خبرو کې و چې څنګه کولای شي چې له فساد سره د مبارزې لپاره لاره هواره شي، له دغو کارونو چې ترسره شوي یوه هم د عدلي او قضایې مرکز جوړول او له فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ جوړول و چې اروپایي ټولنې په دې برخو کې همکارۍ کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملي شورا یو شمېر استازو د عدلي او قضایې مرکز پر جوړېدو انتقادونه وکړل او ویې‌ویل چې تر اوسه دغه مرکز نه‌دی توانېدلی چې د لوړپوړو چارواکو د فساد دوسیې وڅېړي.

د چارو یو شمېر شنونکي بیا په افغانستان کې ادارې فساد یوه عامه ستونزه ګڼي او د ادارې فساد یو لامل په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له مرستو د څارنې نه‌شتون په ګوته کوي.

دوی وایي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید په ګډه سره د فساد د ریښو په له‌منځه وړلو کې کار وکړي تر څو په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیول شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG