د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

غني: د خلکو حقوقو ته به کلیدي ادارو کې اصلاحاتو ته ادامه ورکړو


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بشري حقونو او مدافعینو څخه‌یې ملاتړ د ده مکلفیت دی او افغان حکومت‌یې د تطبیق لپاره په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات هم راوستي دي.

افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ کابل کې د بشري حقونو د مدافعینو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس کې وویل، د قانون تطبیق له ده پیلېږي او هېڅ‌څوک ترې لوړ نه‌دی.

د ښاغلي غني په وینا د بشري حقونو د تطبیق لپاره اغېزمنو عدلي او قضایي ارګانونو ته اړتیا ده او حکومت په دې برخه کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

ښاغلي غني په وینا د بشري حقونو د تطبیق لپاره اغېزمنو عدلي او قضایي ارګانونو ته اړتیا ده
ښاغلي غني په وینا د بشري حقونو د تطبیق لپاره اغېزمنو عدلي او قضایي ارګانونو ته اړتیا ده

نوموړی وايي:

"خوشحاله یم چې عدالت ته لار اسانه شوې او ورځ په ورځ ښه کېږي، نن یو ځل بیا تاسې ته ډاډ درکوم چې د خلکو د حقونو په کلیدي ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ ته ادامه ورکړو، قانون به اول پر ما تطبیقېږي او بیا د افغانستان په ټولو نورو وګړو، دا د افغانستان د ولس اجماع او غوښتنه ده، هېڅ‌څوک له قانونه لوړ نه‌دي."

ښاغلی غني دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د افغان حکومت پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د قانون د تطبیق لپاره له بېلابېلو هېوادونو، ټولنو او بنسټونو څخه غږ پورته شوی دی.

احمد ایشچي
احمد ایشچي

دوستم دا مهال د خپل ګوند په پخواني مرستیال احمد ایشچي د بشري حقونو په ضد کړنو تورن دی او بېلابېلو څېرو پر افغان حکومت غږ کړی چې د ورته شعار تطبیق له همدې ځایه پیل کړي.

افغان ولسمشر یاد کنفرانس ته په څرګندونو کې پرته له دې چې د دې قضیې یادونه وکړي وویل چې په هېواد کې د عدالت تطبیق ته لار اسانه شوې او لا اسانېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر که څه هم د بشري حقونو برخه کې د کېدونکو هلو ځلو هرکلی کوي خو وايي چې دا مزل لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

اغلې سمر وویل، ناامني، د اصلي ځایونو څخه د خلکو بې‌ځایه کېدل، د دولتي څوکیو څخه ناوړه استفادې، د معلولیت لرونکو او معتادینو په وضعیت او یو شمېر نورو برخو کې لا هم د خلکو حقونه د اندېښنې وړ دي.

سمر: څوک چې دولتي ادارو کې کار کوي هغه باید بخښلي نه وي.
سمر: څوک چې دولتي ادارو کې کار کوي هغه باید بخښلي نه وي.

اغلې سمر زیاته کړه:

"هغه څوک چې دولتي ادارو کې کار کوي هغه باید بخښلي نه‌وي او نه‌هم باید د معافیت له سیسټمه استفاده وکړي، خو له بده مرغه اوس هم ډېر زیات هغه کسان چې غیر مسؤله وسله‎والو ته کار کوي او یا زورواکو پورې تړلي دي په افغانستان کې د ډېرو جدي بشري سرغړونو او اداري فساد سبب ګرځي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي مرستیاله فرنایل ډهلر کارډل هم د بشري حقونو برخه کې تېرې لاسته راوړنې د پام وړ بولي خو وايي چې افغان حکومت لا هم جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړې دې غونډې ته وویل، د بشري حقونو د تطبیق لپاره جمهور رئیس ټینګه ژمنه کړې خو ګډ کار هم اړین دی.

د بشري حقونو د ملاتړو ځينو ټولنو په باور دا وخت له دې امله هم د حکومت ملاتړ او عملي اقدامات مهم دي چې په دې وروستیو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او ډول-ډول قضیې پېښېږي.

غني: د خلکو حقوقو ته به کلیدي ادارو کې اصلاحاتو ته ادامه ورکړو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG