د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

واشنګټن پوسټ: غني پر دوستم د لګېدلو تورونو له امله تر فشار لاندې دی


د بریتانيا چاپ ګارډ‌ین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې اړه چې د حزب اسلامي پېژندل شوی قوماندان زرداد فریادي د افغانستان حکومت ته سپارل شوی، مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي چې دزرداد فریادي داعمالو د قربانیانو تر خبرولو مخکې، د هغه خوشي کول تېروتنه ده.

ورځپاڼې د بشري حقونو د څارنې په نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» کې د افغانستان د چارو د څارونکي پتریشا ګاسمن په حواله لیکلي چې د هغو کسانو د مصؤنیت لپاره چې په محکمه کې يې د زرداد فریادي پر ضد شاهدي ورکړې، د یوه منظم پروګرام له جوړولو پرته به د هغه خوشي کېدل غیر مسؤولانه کار وي.

دې سازمان ویلي چې لږترلږه ۱۶ افغانانو په محکمه کې د زرداد فریادي پرضد شاهدي ورکړې وه.

د ګارډین په ليکنه، د زرداد فریادي د بشري ضد جنایتونو د مسئلې څېړنه دومره مهمه وه چې د بریتانیا لوي څارنوال «لوردګولدسمیت» یې د څېړنې مسؤلیت اخیستی و.

ګارډین لیکي، د زرداد پرضد د شواهدو د راغونډولو لپاره بریتانوي چارواکي د افغانستان لرې پرتو سیموته ولاړ او له خلکو سره یې خبرې وکړې.

ورځپاڼې د بریتانیې په پولیسو کې له تروریزم سره د مبارزې د ادارې د مشر «پیترکلارک» په حواله لیکلي چې د افغانستان زیاتو سیمو ته تللي وو او د شواهدو د راغونډولو پرمهال یې خلکوته ډاډ ورکړی و چې د زرداد فریادي په اړه شاهدي ورکول به یې امنیت له ګواښ سره نه مخامخ کوي.

خو د بشري حقونو د څارنې په نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» کې د افغانستان د چارو د څارونکې «پتریشا ګاسمن» ورځپاڼې ته ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې زرداد فریادي به دغچ اخیستلو هڅې کوي او هغه کسان چې د زرداد پر ضد یې شاهدي ورکړې، له خطرسره مخامخ دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د زرداد فریادي هرکلي ته د یو شمېر خلکو ورتګ او د نړیوال هوايي ډګر د امنیتي کرښې پورې غاړې ته د یو شمېر وسله والو کسانو شتوالي څرګنده کړه چې زرداد لا هم پلویان او قدرت لري او هغو کسانو ته ګواښ پېښولائ شي چې د هغه پرضد یې شاهدي ورکړې وه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر عبدالرشید دوستم د لګېدلو تورونو له امله تر شدید فشار لاندې دی.

د ورځپاڼې په حواله، د ولسمشر پر لومړي مرستیال د وحشتناکو تورونو لګېدو د افغانستان د ملي وحدت حکومت له شدید ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ډیپلوماتیکو سرچینو واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي چې ولسمشرغني په دې اړه د جدي قضايي څېړنو پلوي کوي.

یوه ډیپلومات ورځپاڼې ته ویلي چې ولسمشر غني په وروستیو دوو کلونو کې د خپل مرستیال بد چلند زغملي خو دا پېښه ښايي د عبدالرشید دوستم په وړاندې د غني د صبر د عطف ټکی شي.

واشنګټن پوست د یوه افغان چارواکي چې د هویت پټ پاتې کېدو په شرط غږېدلی، په حواله لیکلي چې که ثابته شي چې عبدالرشید دوستم پرخپل رقیب حمله او د جنسي تېري هڅه کړې، له دندې به لرې شي.

په حکومت کې دې سرچینې واشنګټن پوست ته ویلي چې ولسمشر غني د تېرې چهارشنبې په ورځ له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د عدلیې وزارت او قضائیه قوې له لوړرتبه چارواکو سره وکتل او د راتلونکو ګامونو په اړه یې مشوره ورسره وکړه.

XS
SM
MD
LG