افغان چارواکي وايي، ترورېستي ډلې په افغانستان کې خوندي ځايونه نهلري او کوم ترورېستان چې په افغانستان يا په سیمه کې په نورو هېوادونو کې حملې کوي، د افغانستان له خاورې دباندې ځای پر ځای دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل مخکې له وخته دی چې د ترکي چارواکو د دغې ادعا په اړه چې په دغه هېواد کې پر یوه نایټ کلب د نوي کال د شپې حمله کوونکي تورن په افغانستان کې روزنه لیدلې، څه وویل شي ځکه د استانبول د پېښې په اړه څېړنې وخت ته اړتیا لري.
نومړي زیاته کړه:
"ترورېستي ډلې د افغانستان له خاورې دباندې دي ځکه موږ له ترورېستانو سره په جدي توګه مبارزه کړې ده او زموږ هڅې تل دا دي چې ترورېستان په افغانستان کې خوندي روزنیز مرکزونه ونهلري، خو له بدهمرغه تر اوسه د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو روزنيز مرکزونه او خوندي ځايونه په پاکستان کې دي."
ښاغلی صديقي دا خبرې په داسي حال کې کوي چې ترکي چارواکو وويل، په استانبول کې د نوي کال په شپه حمله کوونکی په افغانستان کې روزل شوی وو.
ترکي چارواکو هغه کس ونیوه چې د نوي کال په شپهيې په استانبول کې پر یوه نايټ کلب حمله وکړه.
د سې شنبې په ورځ چارواکو ويلي چې دی د ازبکستان تبعه دی او په افغانستان کې روزل شوی وو.
د استانبول والي واسیپ شاهين د سې شنبې په ورځ په استانبول کې خبريالانو ته د ابکستاني تبعه حمله کوونکي په اړه چې د نوي کال په شپهيې ۳۹ کسان ووژل، داسي وويل:
"نوميې عبدالقادر مشراپوف دی او مستعار نوميې ابو محمد خراساني عبدالقوي دی، دی په ۱۹۸۳ میلادي کال کې په ازبکستان کې زېږېدلی وو او په افغانستان کې روزل شوی وو، دی ډېر تعليميافته ترورېست دی او څلور ژبې ويلی شي."
د استانبول والي واصف شاهین وويل چې مشراپوف اعتراف کړی دی چې د استانبول حملهيې کړې وه او د پېښې له ځايه اخيستل شوي د ګوتو چاپونه د ده د ګوتو له چاپونو سره يو شان دي.
چارواکي وايي، دغه وسلهوال کس په ټکسي کې راغلی و او دوه کسانيې په کوڅه کې مخکې له دې چې نايټ کلب ته ننوځي، وويشتل.
کوم څه چې ترکي چارواکي وايي چې تورن کس په افغانستان کې روزنه لیدلې، داسې پوښتنه راولاړوي چې ایا هغه د افغاني پاسپورټ یا هویت څخه ناوړه استفاده کړې ده؟
ایا یوه بهرني وسلهوال ته چې له نړیوالو ترورېستي ډلو سره اړیکه لري د افغانستان پاسپورټ اخیستل یو اسانه کار دی؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:
"موږ د دې لپاره ډېرې هڅې وکړې چې ترورېستي ډلې او د ترورېستي ډلو غړي تر جدي امنيتي څار لاندې وي او هغوی ونهکولای شي د افغانستان له نامه یا زموږ د هېواد له هویتي اسنادو استفاده وکړي، خو د ترورېستي ډلو له دغو ستونزو او ننګونو سره مخامخ يو."
په همدې حال کې د ځايي چارواکو په وينا، د فاریاب، جوزجان او سرپل ولايت ځايي چارواکو ويلي چې د ازبکستان اسلامي نهضت پنځلس کسيزه ډله چې مخکې د سرپل ولايت په کوهستاناتو کې فعاله وه، جوزجان ولايت ته له پاکستانه راغلي وو، اوس دا خلک په قوشتپې ولسوالۍ کې له خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه کسان د دولت پر ضد په حملو کې هم لاس لري.