د ترکيې په استانبول ښار کې په يوه نايټ کلب کې د وسلهوالې حملې له کبله لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د نن سهار وختي حملې په تړاو حکومت له رسنيو غوښتنه کړې چې خاموشي خپله کړي او يوازې دې د دولتي اعلاميو پر اساس معلومات خپروي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو رسنيو ته وويل:
"له پوليسو د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، دا حمله يوه وسلهوال سړي کړې، نه ګڼو وسلهوالو، د هغه کورتۍ او پتلون په تن و، کلب ته دننه شو شااوخوا يې ډزې پيل کړې، هغه معلومات چې موږ ته راغلي هلته دننه د دې سړي نور کالي په تن وو او تر حملې وروسته له هغه ځايه وتښتېد، پوليس د معلوماتو په ارزولو بوخت دي."
د ترکيې د کورنيو چارو وزير زياته کړه، په دې حمله کې ٣٩ کسان وژل شوي او ٦٩ نور ټپيان شوي دي.
د ده په وينا په وژل شويو کې ١٦ تنهيې بهرنيان دي، خو هغه ونهويل د کومو هېوادونو وګړي دي.
د حملې پر مهال په نايټ کلب کې له ۵٠٠ نيولې تر ٧٠٠ پورې کسان د نوي ميلادي کال په مناسبت سره راغونډ شوي وو.
د استانبول والي واصف شاهين دا يوه ترورېستي پېښه بللې ده.
پخواني معلومات:
د ترکیې د استانبول والي وايي، د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې د یوه وسلهوال له لوري ۳۵ تنه د شپې په یو کلب یا نایټ کلب په برید کې ووژل شول.
د استانبول والي واسیپ ساهیم خبریالانو ته وویل، دا ترورېستي برید د یوه تن له لوري شوی دی.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، حمله کوونکي د سنتا کلاس یا بابا نوئل په شان جامې اغوستې وې.
ویل شوي چې د حملې پر مهال په کلب کې د ۵۰۰ او ۸۰۰ تنو تر منځ خلک حاضر و.