د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د ترکیې استانبول کې پر نایټ کلب د حملې اصلي عامل ونیول شو


د ترکیې په استانبول ښار کې د نوي کال په شپه په یوه شپني کلب د وسله‌والې حملې اصلي عامل نیول شوی دی.

د ترکیې رسنیو نن راپور ورکړی چې ازبکستانی تبعه «عبدالقدیر مشریپوف» د استانبول ښار په ایسینورټ ناحیه کې د لټون عملیاتو په نتیجه کې نیول شوی دی.

دا کس تورن شوی چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه‌یې د ترکیې په استانبول ښار کې پر یوه نایټ کلب حمله کې ۳۹ تنه وژلي او ګڼ نور کسان‌یې ټپیان کړي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې دا ازبک تبعه د نیول کېدو په وخت د خپل یوه قرغزي ملګري په کور کې و او څلور کلن زوی یې هم ورسره و.

روېټرز اژانس بیا دا هم لیکلي چې درې ښځې او یو قرغزی سړی هم د یاد تورن کس د نیولو پر وخت په کور کې موجود و چې هغوی هم امنیتي ځواکونو له ځانه سره وړي دي.

روېټرز لیکلي تورن کس د ابو محمد خراساني په نوم خلکو ته ځان معرفي کړی و.

د استانبول د دې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG