د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې اساسه او هېڅ ثبوت نه لري


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا چې ګواکې ځیني بهرني قوتونه د افغانستان خاوره د دوی پرضد کاروي له واقعیت څخه لرې بولي.

د دغه وزارت ویاند احمد شکییب مستغني د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان تر اوسه هېڅ ډول داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره یې پرضد کارول کېږي.

د ښاغلي مستغني په خبره دا یو واقعیت دی چې وسله وال له پولې اخوا خوندي پټن ځایونه لري او له هماغه ځایه یې د افغانستان امنیت ګډوډ کړی دی.

مستغني: پاکستان د خپلې ادعا په اړه هېڅ ثبوت نه لري.
مستغني: پاکستان د خپلې ادعا په اړه هېڅ ثبوت نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم څوځلې دا ډول ادعا وې شوي خو پاکستاني لوري حتا یو ځل هم د خپلې ادعا په اړه مثال او ثبوت نه دی وړاندي کړی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا دفاع وزارت لپاره نوماند جیمزماټیس هم په پاکستان کې د بېلابېلو وسله والو ډلو موجودیت د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.

ښاغلي ماټیس تېره ورځ د امریکا مشرانو جرګې ته په خبرو کې ویلي چې په پاکستان کې د وسله والو د خوندي پټن ځایونو موجودیت افغان ځواکونه له ننګونو سره مخ کړي او که دی د دفاع وزیر په توګه وټاکل شي نو پر پاکستان به فشار راوړي څو په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې لمنځه یوسي.

جیمز ماټیس
جیمز ماټیس

له دې ټولو سره ـ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یویې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو پړه باید پر نورو وانه چول شي.

پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه تورونه رد کړل

په اعلامیې کې همدا راز ادعا شوې چې ځینې بهرني قوتونه د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي هغه ادعا چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې بې بنسټه بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې تر هغه برید وروسته چې د کندهار د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سربېره بهرنیو ډیپلوماټانو ته هم پکې مرګ ژوبله واوښته د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چې یاد برید له پولې اخوا د حقاني شبکې له لورې پلان شوی وو.

په همدې تړاو د جمعې په ورځ د کابل ښار په لسګونو اوسېدونکو او د زرغون بهیر په نوم د یو بنسټ غړیو هم د پاکستان د سفارت پر وړاندې مظاهره وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې په کابل کې د هغه هېواد سفارت وتړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم بیا د پاکستان دا ادعا چې ګواکې د افغانستان خاوره یې پرضد کارېږي د هغه هېواد د پروپاګنډ یوه برخه بولي وايي چې پاکستان غواړي په دې ډول ځان د ترهګرۍ قرباني وښیي.

د ښاغلي خادم په خبره ښه به وي چې پاکستانیان له دې وروسته د ناسمو تبلیغاتو پرځای د افغانستان د سولې په برخه کې رېښتنې همکاري وکړي.

خادم: دا یوه بې بنسټه ادعا ده.
خادم: دا یوه بې بنسټه ادعا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان جوړښت او حکومت په داسې وضعیت کې نه دی چې پر بل چا حمله وکړي، که افغانستان حد اقل د دې توان پیدا کړي چې ځان د ترور له خطره وساتي هم لویه خبره به وي، دا یوه بې بنسټه ادعا ده او پاکستان باید نور د نړیوالو اذهان مخشوش نه کړي."

د نړیوالو چارو یو بل کارپوه حمید عزیزي بیا وايي، دا چې افغانستان عملاً د ده په خبره د پاکستان له لوري له نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دی ښه به وي چې افغان حکومت له ډیپلوماټیکو لارو پر هغه هېواد فشار راوړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG