د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

مظاهره‌چیان: کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي


د زرغون بهیر «روند سبز» لسګونو غړیو افغانستان کې د وروستیو خونړو پېښو په غبرګون کې کابل کې د پاکستان حکومت پر ضد مظاهره وکړه.

دوی چې د پاکستان حکومت پرضد یې شعارونه ورکول پاکستان د افغانستان په وروستیو خونړیو حملو کې په لاس لرلو تورن کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي او وسله وال طالبان د تروریستي ډلې په توګه ومني.

یاد کسان چې د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي و له افغان حکومت نه وغوښتل چې په کابل کې د پاکستان سفارت وتړي او د دغه هېواد په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

دغو مظاهره کوونکو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره خپلې غوښتني مطرح کړي.

د دغه پرېکړه لیک یوه برخه د زرغون بهیر د یوه غړي قانوني لخوا ولوستل شو چې د پرکړه لیک په یوه برخه کې داسې راغلي.

قانوني: پاکستان دې د جنایت له ملاتړه لاس واخلي.
قانوني: پاکستان دې د جنایت له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه داده چې پاکستان د جنایت له ملاتړه لاس واخلي، د حقاني او کوټې شورا د ترهګرو ډلو مشران دي او دوی باید د افغانستان محاکمې ته وسپارل شي او د یوه مسؤل دولت په توګه چلند وکړي، موږ همدارنګه له نړیوالې ټولنې غواړو چې وسله وال طالبان نړیواله ترهګریزه ډله اعلان کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې اوونۍ د سه شنبې ورځې خونړیو حملو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

عبدالرازق: د کندهار حمله حقاني او "ISI" په ګډه پلان کړې وه

روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

چارواکي: لښکرګاه کې د ځانمرګي برید له امله ۷ تنه وژل شوي

د کابل او هلمند د تېرې اوونۍ د حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی، خو سره له دې چې د کندهار وروستۍ حملې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومتي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د کندهار حمله د کابل له وروستیو حملو سره تړاو لري او دا چاودنه هم د وسله‎ والو طالبانو له‎خوا شوې ده.

ازادي راډیو وغوښتل چې د جمعې ورځې د مظاهره کوونکو د غوښتنو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني په دې برخه کې خبرو ته حاضر نشو.

افغان مشرانو په کراتو ویلي چې پاکستان د ترورستانو ملاتړ کوي او ولسمشر غني تر دې وړاندې په هند کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې هم د پاکستان د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه چې د بروکسل په غونډه کې يې کړې وه رد کړې او له پاکستان څخه ‌یې وغوښتل چې دغه پیسې دې په خپل هېواد کې د تروریستانو د ځپلو لپاره ولګوي.

همدارنګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د دې سازمان د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوم شاملولو ملاتړ کوي.

له بلې خوا د زرغون بهیر یوشمېر غړيو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید پاکستان د ترورستانو د ملاتړ په خاطر منزوي کړي او له دغه هېواد سره دې خپلې مرستې ودروي.

مظاهره چیان: پاکستان دوسله والو د ملاتړ په تور منزوي شي.
مظاهره چیان: پاکستان دوسله والو د ملاتړ په تور منزوي شي.

د مظاهرې دوو ګډوالو فهیم کوهدامني او وحید اضرار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ ځکه د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي یو چې دغلته د ترورستانو ځالې روزل کېږي او تل«ای.اس. ای» او د پاکستان استخبارات زموږ هېوادوال په بېلابېلو پلمو وژني."

"زموږ غوښتنه د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه داده چې په کابل کې د پاکستان د سفارت فعالیتونه تر څار لاندې ولري، پاکستان د افغانستان په ټولو حملاتو ښکیل دی دا زموږ ټول وطنوال پوهېږي نو زموږ غوښتنه داده چې یا دې د پاکستان سفارت وتړل شي او یا هم پاکستان خپلو دغو کړنو ته د پای ټکی کېږدي."

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان په وروستیو حملو کې ښکېل بلل شوی چې د دغه هېواد پخوانی پوځي مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د ترهګرۍ ضد د ۳۹ اسلامي هېوادونو د اتحاد مشر ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې بیا افغان کار پوه عزت الله بری وایي تر هغه چې پاکستان په نړیواله کچه منزوي نشي په افغانستان کې به دا ډول حملې روانې وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

مظاهره‌چیان: کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

XS
SM
MD
LG