د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

کارپوهان: د ترهګرو روزونکی څنګه د اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف مشر شو؟


د افغانستان د ولسي جرګې د نړيوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي او د چارو کارپوهان وايي، د اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف د مشر په توګه به د راحیل شریف ټاکل کېدل نا مناسب او بې‌اغېز وي.

دوی وايي، د اسلامي هېوادونو په ترهګرۍ ضد ائتلاف کې اکثراً شامل هېوادونه په خپله په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي.

د دغه کمېسیون یوه غړي نادر خان کټوازي د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ائتلاف کې شامل اکثراً هېوادونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو ته ژمن نه‌دي او دوی په خپله په يو ډول نه یو ډول په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

کټوازی: دوی په خپله په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.
کټوازی: دوی په خپله په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړه:

"همدغه هېوادونه دي چې يو یې يوې ډلې ته ترهګر وايي او بل ورته ازادي غوښتونکي او قهرمانان وايي، موږ او تاسو یې وینو چې سوریه، لېبیا، عراق، شام، افغانستان او پاکستان کې چې کومې ډلې دي او د دوی د حکومتونو په ګټه کار کوي که هغه ترورېستي ډلې هم دي دوی ورته ازادي غوښتونکي وايي."

ښاغلی کټوازی د دغه ائتلاف د مشر په توګه د راحیل شریف ټاکل کېدل مناسب نه‌ګڼي وايي چې د دغه ائتلاف مشري باید داسې يو کس ته ورکړل شوې وی چې د ترهګرو څخه د ملاتړ له تورونو پاک وی.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د پوځ پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال راحیل شریف د ۳۹ اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف مشر ټاکل شوی دی.

د پاکستان یوه ځايي ټلوېزیوني چینل جيو سره د خبرو اترو پر مهال د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف د دې خبرې پخلی کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د ښاغلي اصف په خبره دا پرېکړه د پاکستان حکومت سره له سلا مشورو وروسته شوې ده.

د اسلامي هېوادونو په پوځي ائتلاف کې مصر، قطر، متحده عربي امارات، ترکیه، مالیزیا، پاکستان او ځیني افریقايي هېوادونه شامل دي.

د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د څه د پاسه ۳۰ اسلامي هېوادونو د پوځي ټلوالې د جوړولو پلان شوی و.

په دغه ائتلاف کې په لومړي سر کې ۳۴ هېوادونه و، خو وروسته دغه شمېر ۳۹ هېوادونو ته ورسېد.

ازادي راډيو وغوښتل د دغې موضوع په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلي خو د بیا بیا هڅو باوجود بریالۍ نه‌شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ائتلاف له جوړېدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه ائتلاف کې یې د شاملېدو په اړه د سعودي عربستان بلنه‌ ترلاسه کړې خو د شاملېدو یا نه‌شاملېدو په اړه‌یې څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان پوځي کارپوهان د اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف د مشر په توګه د راحیل شریف ټاکل کېدل د پوښتنې وړ ګڼي وايي چې داسې يو کس چې په خپله د ترهګرو روزونکی و څنګه ورته د دغه ائتلاف مشري ورکړل شوې ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که چېرې راحیل شریف په رښتیا سره د دغه ائتلاف مشر ټاکل شوی وي دا د افغانستان او سيمې د هېوادونو لپاره ډېر د اندېښنې وړ موضوع ده.

امرخېل: دا د اندېښنې وړ موضوع ده.
امرخېل: دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د راحیل شریف ټاکل کېدل په دغه ځای کې زموږ د وطن لپاره ډېر خطرناک دی، دی يو لوی لوبغاړی دی، دی کولای شي چې د دغو اسلامي هېوادونو فکر پاکستان ته واړوي او زموږ هغه هیلې چې د سولې په برخه کې له دغو هېوادونو څخه لرو د ده په موجودیت سره زیانمنې شي."

دا چې د پاکستاني چارواکو او رسنیو دغه ادعاوې به تر کومه رښتینې ثابتېږي دا به د اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف تر رسمي دریځ وروسته معلومه شي، خو هغه چې روښانه دي هغه دا چې په تېرو څو کلونو کې پاکستان د افغانستان له‌خوا د ترهګړو په ملاتړ تورن هېواد بلل شوی او ستونزمنه به وي چې د دغه هېواد د پوځ پخوانی مشر د یاد ائتلاف د مشر په توګه د دغه هېواد اعتماد او باور خپل کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG