د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

ارګ: د کابل، کندهار او هلمند د تېرې ورځې پېښو په اړه جدي څېړنه کېږي


افغان چارواکي د کابل او کندهار د تېرې ورځې د حملو د جدي څېړنو خبره کوي او وايي چې عاملین به‌یې د قانون منګولو ته وسپاري.

وروسته له هغې چې په کابل، کندهار او هلمند کې په یوه ورځ خونړۍ حملې ترسره شوې افغان حکومت د دې پېښو د جدي څېړنو ډاډ ورکوي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي چې وسله‌والو مخالفینو د افغانانو تر منځ د وېرې د خپرېدو او د دوی د ارادو د کمزوري کولو هڅه وکړه خو وايي چې وسله‌وال مخالفین به له دې لارې اهدافو ته ونه‌رسېږي.

هغه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کندهار او کابل حملې په جدي توګه څېړل کېږي او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د یادې پېښې د څېړلو په هدف کندهار ته تللی دی.

چخانسوري: په دې اړه جدي څېړنې کېږي.
چخانسوري: په دې اړه جدي څېړنې کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی تر څو د کندهار پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي."

د سې شنبې په ورځ هلمند، کابل او د کندهار ولایت مېلمستون د انتحاري حملو او چاودنو شاهدان و چې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په دې حملو کې څه باندې پنځوس تنه وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

په دغو حملو کې د کندهار پېښه بې‌سارې وه چې د متحده عربي اماراتو ډیپلوماتان او ولایتي چارواکي یې د ولایت په مقام کې هدف وګرځول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د کندهار حملې د ملي شورا د دوو غړو او د متحده عربی اماراتو د یو شمېر ډیپلوماتانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي.

د کابل انتحاري حملو هم د ملي شورا د ځينو ساتونکو او ملکي کارکوونکو په شمول ۳۸ کسان وژلي او ۸۶ نور یې ټپيان کړي دي.

ښاغلی صدیقي وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې امنیتي ځواکونو ته د سختو تدابیرو د نیولو امر شوی.

صدیقي: امنیتي ځواکونو ته د شدیدو امنتیي تدابیرو امر شوی.
صدیقي: امنیتي ځواکونو ته د شدیدو امنتیي تدابیرو امر شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"د جمهور رئیس په مشرۍ په فوق‌العاده امنیتي جلسه کې ټولو امنیتي بنسټونو ته دستور ورکړل شو چې امنیتي تدابیر ډېر کړي او جدي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي."

هغه وايي چې د کورنیو چارو وزیر هم ټولو امنیه قوماندانانو ته د احضاراتو د ډېرېدو هدایت ورکړی دی.

وسله‌والو طالبانو د هلمند او کابل د پرله‌پسې انتحاري حملو مسؤلیت منلی، خو د کندهار پر مېلمستون کې د شوې حملې مسؤلیت لا تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي چې د کندهار ولایت پر مېلمستون حمله د حقاني شبکې او پاکستان له‌خوا پلان شوې وه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG