د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ګڼو سازمانونو او هېوادونو په کابل او کندهار کې حملې وغندلې


د نړۍ ګڼو هېوادونو په کابل او کندهار کې د سې شنبې ورځې حملې غندلې دي.

د کندهار حمله د خليج او منځني ختيځ ګڼو هېوادونو او د نړۍ مهمو سازمانونو غندلې.

سې شنبه ناوخته د کندهار ولايت په مېلمستون کې چاودنه کې د نورو تر څنګ د کندهار د والي مرستيال عبدالعلي شمسي، يو افغان ډيپلومات يما قريشي، پنځه بهرني ډيپلوماتان هم وژل شوي دي.

په پېښه کې د وروستيو معلوماتو پر اساس ١٢ تنه ټپيان دي چې د کندهار والي همايون عزيزي او په افغانستان کې د اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي په‌کې شامل دي.

بل‌خوا په کابل کې ملي شورا ته نېږدې دوو چاودنو هم ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نړۍ ګڼو مشرانو او سازمانونو د کندهار د تېرې شپې د حملې تر څنګ په کابل کې د پرونيو دوو چاودنو په باب عکس‌العملونه ښوولي دي.

امارات:

امارات په کندهار کې وروستۍ حمله غندلې او په پېښه کې يې د خپلو ډيپلوماتانو د وژل کېدو او د خپل سفير د ټپي کېدو له کبله په خپل هېواد کې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزير دا يوه «ترورېستي» پېښه ګڼلې او غندلې يې ده.

امريکا:

سپينې مانۍ هم په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې وروستۍ حملې غندلي او ملي شورا ته نېږدې چاودنې يې «ترورېستي» او په څرګنده د افغانستان پر هغو هڅو حمله بللې چې د ډموکراتيکو نهادونو د جوړولو لپاره روانې دي.

پاکستان:

د نورو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم په کابل کې پر پرونيو دوو چاودنو عکس‌العمل ښولى دى.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا پرون سې شنبه پر ټویټر ولیکل چې دوی له‎ دې امله د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي لري او د قربانیانو کورنیو ته صبر غواړي.

ايران:

ايران بيا په کابل کې پرونۍ دوه حملې وغندلې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په کابل کې پرونۍ حملې ته په اشارې ويلي، ايران د تاوتريخوالي او ترور اړوند هر عمل چې په هر دليل وي، غندي.

هغه وويل چې هېواد يې له افغانستان او افغانانو سره خواخوږي لري.

الازهر:

د الازهر لوى امام ډاکتر احمد الطيب په يوه اعلاميه کې په کندهار کې شوې حمله له ټولو مذهبي او اخلاقي ارزښتونو سرغړونه بللې ده.

ملګري ملتونه:

د ملګرو ملتونو عمومي سازمان هم په کابل او کندهار کې وروستۍ «ترورېستي» حملې غندلي دي.

سټيفن دوژاريک
سټيفن دوژاريک

د دغه سازمان عمومي وياند سټيفن دوژاريک «Stéphane Dujarric» په يوه اعلاميه کې وويل، د ډيپلوماتيکو استازو په ګډون د ملکيانو په وړاندې ړندې حملې له بشري حقونو او نړيوالو بشري قوانينو سرغړونه ده چې توجيه کېدلاى نه‌شي.

يوناما:

يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ هم په کابل او کندهار کې شوې حملې غندلي او په يوه اعلاميه کې يې ويلي، دغه ډول حملې بشري زيانونه اړولي او سولې ته رسېدل لا سختوي چې افغانان سخته اړتيا ورته لري.

د خليج د همکارۍ شورا:

د خليج همکارۍ شورا په يوه اعلاميه کې د کندهار د تېرې شپې حملې په تړاو ليکلي چې دغه شورا د متحده عرب اماراتو او افغانستان تر څنګ ده.

د دې شورا سرمنشي ډاکټر عبدالطيف بن راشد الزياني دا يو بزدلانه ترورېستي عمل او له ټولو بشري ارزښتونو سرغړونه وبلله.

په دې شورا کې سعودي عربستان، کوېټ، متحده عرب امارات، قطر، بحرين او عمان برخه لري.

اروپايي ټولنه:

اروپايي ټولنې په کابل کې ملي شورا ته نېږدې حملې او په کندهار کې شوې چاودنه غندلې دي.

فدریکا موګرېني
فدریکا موګرېني

د دې ټولنې د بهرني سياست مشرې فدريکا موګرېني په يوه اعلاميه کې ويلي، افغانستان بيا د دوو کرغېړنو حملو ښکار شو.

اروپايي ټولنه د افغان چارواکو تر څنګ او له ټولو افغانانو غواړي چې د ترورېزم د نړيوال خطر په وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو هڅو ملاتړ وکړي.

د بخښنې نړيوال سازمان:

د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلي او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا حملې د بې‎ګناه خلکو ژوند ته د وسله‎والو بې‌پروايي څرګندوي.

کوېټ:

کوېټ په کندهار کې شوې حمله ترورېستي جنايت بللى چې بشري مأموريت‌يې په نښه کړى دى.

د کوېټ حکومت يوه مقام ويلي دې حملې څرګنده کړه چې ترورېزم لا هم هغه کسان په نښه کوي چې د نورو د ښېګڼې هڅه کوي.

عمان:

عمان په کندهار کې هغه ترورېستي بريد په کلکه وغانده چې د متحده عرب اماراتو سفير يې ټپي او پنځه نور ډيپلوماتان‌يې ووژل.

د ټايمز اف عمان ورځپاڼې په حواله، د اماراتو دغه پنځه ډيپلوماتان په افغانستان کې د بشرپالنې په مأموريت بوخت وو.

قطر:

قطر په کندهار کې د تېرې شپې حمله چې د دغه هېواد په وينا هدف‌يې د افغانستان د امن او ثبات زيانمنول وو، غندلې ده.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې، قطر له متحده عرب اماراتو او د اماراتو له خلکو سره پر خپل پيوستون ټينګار کړى دى.

په اعلاميه کې دا حمله يو جنايتکارانه عمل بلل شوى دى.

اردن:

د اردن حکومت د کندهار د پېښې په تړاو ويلي چې دغه هېواد به د متحده عرب اماراتو او افغان حکومت تر څنګ وي، د ترورېزم او افراطيت په وړاندې په مبارزه کې به د دواړو حکومتونو تر څنګ وي.

ترکيه:

ترکيې په کابل کې پرونۍ دوه چاودنې غندلې دي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په هغې اعلاميه کې چې پرون خپره شوې، راغلي چې ترکيې ويلي هغه ترورېستي حمله په کلکه غندي چې د ملي شورا پر کارکوونکو شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې ترکيه به د افغانانو تر څنګ وي.

فرانسه:

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې په کابل او کندهار کې شوې حملې غندلې دي.

په يوه اعلاميه کې يې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو لپاره‌يې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG